اټلانټا (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د برېښنا شرکت وایي چې ازبکستان په دغه هېواد کې د برېښنا تولیدي شبکو کې د ستونزو له امله له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا نه ورکوي.
د برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي برېښنا کې د ستونزې په اړه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې په دې وروستیو شپو کې د برېښنا وضعیت غیر نورمال دی.
هغه زیاته کړې چې د دې ستونزې یوازېنی لامل د ازبکستاني مسوولینو په وینا، د هغوی د برېښنا تولیدي شبکو کې ستونزه رامنځته شوې او نه شي کولی له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي.
میوندي وویل چې له همدې امله د برېښنا پرچاوي زیاته شوې ده خو د دوی ټوله هڅه دا ده چې دا پرچاوي کمه کړي.
د هغه په خبره: «په لومړي سر کې بوخت یو چې حرارتي دستګاه فعاله کړو څو استوګنيزو ساحو ته منظمه برښنا ورکړو.»
د هغه په وینا، له وارداتي برېښنا او داخلي تولیده ډېره برخه صنعتکارانو ته ورکول کېږي او بیا دولتي ادارو ته خو اوس دوی غواړي چې پر هغوی هم پرچاوي پیل کړي او استوګنیزو سیمو ته برېښنا زیاته کړي.
میوندي وویل، په دغه کار سره به د خلکو ستونزې لږې کمې شي، خو له خلکو یې وغوښتل چې د ستونزې تر هواري پورې دې حوصله او زغم ولري.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې چې له امله یې خلکو ته ستونزې پیدا شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP