Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ معلولې نجونې: حکومت دې زموږ ځانګړی ښوونځی بېرته پرانیزي

مزارشریف (پژواک، ٢٢ لېندۍ ۱۴۰۱): په بلخ ولايت کې يو شمېر معلولې نجونې وايي چې حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د دوی ځانګړی ښوونځی بېرته پرانيزي.

د يادو نجونو له ډلې کريمې فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د معلولو نجونو د ځانګړي ښوونځي د لسم ټولګې زده‌کوونکې ده.

هغې وويل، شاوخوا دوې مياشتې کېږي چې حکومت له کوم ښکاره دليل پرته له شپږم ټولګي پورته د دوى ځانګړى ښوونځى تړلى دى.

دې زياته کړه: «ټولې نجونې د زده‌کړو حق لري، لس کاله مې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره زده‌کړې کړې دي، حکومت دې دغه هيلې له موږ څخه نه اخلي.»

د یاد ښوونځي د يولسم ټولګې زده‌کوونکې تمنا نوري پژواک ته وويل چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د نورو زده‌کړو ترڅنګ انځورګري یې هم زده کړې او بېلابېل تصویرونه یې په خپل لاس انځور کړي دي.

يادو او يو شمېر نورو نجونو له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دوى ځانګړى ښوونځى دې بېرته پرانيزي.

په ورته وخت کې، د ياد ښوونځي يوې ښوونکې سمیرا بلخي پژواک ته وويل چې حکومت له کوم دليل پرته دغه ښوونځى تړلى دى.

هغې زياته کړه: «يوازې دومره يې ويلي دي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې او ښوونکې دې ښوونځي ته نه راځي، نور يې هیڅ دليل نه دى ښودلى.»

نوموړې هم ټينګار وکړ چې حکومت دې هرڅه ژر دغه ښوونځى بېرته د ټولو پرمخ پرانيزي، څو زده‌کوونکي او  ښوونکې له دې بې‌برخليکه حالت څخه ووځي.

بل لورته، د بلخ د پوهنې رياست مسوولينو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د بلخ د معلولينو چارو رياست مولوي جان‌محمد حکمت پژواک ته وويل، د معلولو نجونو د ځانګړي ښوونځي بېرته پرانستل کېدو په موخه د دغه ولايت له چارواکو سره خبرې کوي.

هغه ډاډ ورکړ چې دغه ستونزه به حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا يونيم کال راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روان کال د تلې په ۲۳مه، په ترکیه کې د «اسلامي نړۍ د عالمانو مسوولیت» تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو خلاصېدل حتمي دي او نجونو ته د نصاب سمونې او د جلا ښوونیز سیسټم جوړولو پر برخو کار روان دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.