شبرغان (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د جوزجان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز کانال د پرانیستې خبر ورکوي او وایي، دغه کانال څه باندې ۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي.
د جوزجان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس قاري عبدالله انصار پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کانال د جوزجان ولایت د فیضاباد ولسوالۍ په علياباد کلي کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه: «د کروندګرو د حاصلاتو لوړولو او د اوبو ضایعاتو مخنیوي په موخه دغه کانال چې ۸۳۵ متر اوږودالی لري، د سويډن کمېټې په مالي مرسته په اساسي او پاخه ډول جوړ شوی دی چې نن ګېت اخیستنې ته وسپارل شو.»
نوموړی وایي، یاد کانال د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی او د جوړولو پرمهال یې تر ۳ زره ډېرو کسانو ته د پنځو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.
سرچینې په ډاګه کړه، د یاد کانال له لارې څه باندې ۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبېږي.
ځيني کروندګر د دغه کانال پر جوړېدو خوښي څرګندوي او له کرنې ریاست څخه یې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP