Language

د اروزګان په چورې کې څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو اسانتیا برابره شوه

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د اوبو یوې شبکې په جوړولو سره ۱۵۵۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د چورې ولسوالۍ مرستیال مولوي فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو دغه شبکه د چورې ولسوالۍ په خوش‌خوی سیمه کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي لګښت جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دغې شبکې پر جوړولو ۴،۳ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې په یوه وخت د ۳۰ زره لېټره اوبو ځایولو وړتیا لري.

نوموړی وايي، له دغې شبکې به د ۹۰ نلونو په مرسته کلیوالو ته هره ورځ د شپږو ساعتونو لپاره اوبه ورکول کېږي.

د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې د پرله‌پسې غوښتنو په پایله کې ورته د څښاک اوبو شبکه جوړه شوې ده.

د چورې ولسوالۍ د خوش‌خوی سیمې اوسېدونکي محمد‌عظیم پژواک خبري اژانس ته وویل، وروستیو وچکالیو د دوی د سیمې ژورې څاه‌ګانې، ویالې او چینې وچې کړې دي او خلکو دومره توان نه درلود چې په خپل لګښت برمې ووهي او څاه‌ګانې وکېندي.

هغه وايي، له دغه اقدام سره سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبو اسانتیا برابره شوه.