کندهار (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندهار- هرات لویې لارې د ۶۵ کیلومتره برخې د ترمیم چارې د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لوري نن د لېندۍ په ۲۲مه، پیل شوې.
دغه سړک د تېرو شلو کلونو جګړو او ماین چاودنو ترڅنګ، د باروړونکو موټرو د درنو وزنونو له امله زیانمن شوی دی.
په دې اړه د کندهار ښار په باغ پُل سیمه کې جوړو شوو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت سلاکار مولوي اغا جان رسنیو ته وویل، د کندهار- هرات لویې لارې اړوند له کندهار ښاره تر هلمنده ۶۵ کیلومتره سړک ترمیمېږي چې پکې د پلچکونو رغول هم شامل دي.
دی وايي، وزارت هڅه کوي چې د دغې لویې لارې د ترمیم چارې په چټکۍ ترسره کړي، نو له همدې امله به د شپې هم کار جریان ولري.
هغه زیاته کړه: «زموږ هڅه دا ده چې دغه مهمه لار ژر ترمیم شي، نو ځکه د شپې به هم کار جریان ولري؛ خو د ژمي موسم له امله دا نه شو ویلای چې په څومره موده کې به خلاص شي.»
د نوموړي په وینا، د کندهار ښار په لوېدیځ باغ پُل ساحه کې د لوی پُل- چې زیانمن شوی او ترمیم ته اړتیا لري- د جوړولو چارې د افغان او ترکي انجنیرانو له خوا د دغه سړک له چارو سره یو ځای پیلېږي چې له بشپړېدو وروسته به د شلو کلونو لپاره د ګټې اخیستلو وړ وي.
ده یادونه وکړه چې د کندهار- کابل لویې لارې د ترمیم چارې- چې وار له مخې پیل شوې- هم د کندهار په ساحه کې جریان لري او تر دې مهاله ۲۳ کیلومتره سړک ترمیم شوی دی.
د کندهار- هرات لویې لارې د ۶۵ کیلومتره برخې د ترمیم پروژې یوه انجنیر بشیر حسن خوشيوال وايي، اوسمهال د دغه سړک د ترمیم لپاره ۲۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې خو کره بودجه لا هم په ډاګه شوې نه ده.
ده وویل: «زموږ هڅه دا ده چې سړک په ښه ډول ترمیم شي، خو له موټرچلوونکو هم هیله کوو چې د سړک په ساتنه کې ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه ګټه او زیان یې دواړه دوی ته رسېږي.»
د کندهار اوسېدونکي خوښ دي چې د دغه سړک د ترمیم چارې پیلېږي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی محمداشرف- چې د باغ پل په ساحه کې مستريخانه لري- وایي، مخکې د دغه سړک د خرابوالي له امله ډېری وخت باروړونکي موټرونه چپه کېدل او یا ترافیکي پېښې کېدلې، خو اوس به دا ستونزه حل شي.
موټرچلوونکي هم وایي، د دغه سړک ترمیم د دوی لپاره تر ټولو ګټور دی، ځکه پر کنډ او کپر سړک ډېری وخت موټرونه خرابېدل، چپه کېدل او ترافیکي پېښې کېدلې.
یو موټرچلوونکی حاجي محمدحسن په دې اړه وايي: «د سړک جوړول خو د هر چا لپاره ګټور دی او زموږ لپاره تر ټولو ګټور دی، موټران به مو نه خرابېږي، تر خپل منزل پورې به په لږ وخت کې رسېږو او د ټکرونو مخه به ونیول شي.»
دا مهال په کندهار کې د ټولګټو چارو وزارت له خوا د کندهار- کابل لویې لارې د ترمیم ترڅنګ د کندهار- معروف ولسوالۍ کندهار- اروزګان سړکونو د رغولو چارې هم دوام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP