Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانونو وزارت په کندهار کې د کوچنۍ کچې ۸ کانونه داوطلبي ته وړاندې کوي

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په کندهار کې د کوچني مقیاس کان‌کیندنې ۸ ساحې داوطلبي ته وړاندې کوي.

دغه وزارت نن (د لېندۍ ۲۲مه) د یوه ټویټ په کولو ویلي چې د کوچني مقیاس کان‌کيندنې دغه ۸ ساحې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې موقعیت لري.

سرچینې زیاته کړې، لېوال کسان کولای شي د روانې لېندۍ میاشتې له ۲۳مې بیا د راروانې مرغومي میاشتې تر ۲۲مې خپل غوښتنلیکونه د کانونو وزارت اړوند د منرالونو تنظیم لوی ریاست ته وسپاري.

په ټویټرپاڼه کې لیکل شوي چې له ټاکلې نېټې وروسته بیا غوښتنلیکونه د منلو وړ نه دي.

یاد وزارت یادونه کړې چې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د دره نور په سیمه کې د مرمر ډبرو د کوچنۍ کچې اته کانونو (۶، ۷، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲ او ۱۳) بلاکونه شته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.