میدانښار (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې نن د سویډن کمېټې له خوا د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت، د څښاک اوبو رسونې شبکه جوړه شوه.
د سویډن کمېټې د میدان وردګو سیمهییز دفتر مشر خالدالرحمن رسولي پژواک خبري آژانس ته وویل، یاده شبکه د دایمیرداد ولسوالۍ په بخشک او علي جان خېلو سیمو کې د ۹ میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.
ده وویل: «د دغه سیمې خلکو پخوا د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود، اوس هر کور ته د پاکو اوبو نللیکه رسول شوې ده.»
د سویډن کمېټې د کلیو بیارغونې پروګرام مشر عمرګل عمري وویل، پخوا د یادې سیمې خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ وو.
ده زیاته کړه، له همدې امله سویډن کمېټې دغو خلکو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو زمینه برابره کړه.
د سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې له بشپړېدو خوښ دي او وايي، هیله لري چې له دې وروسته د څښاک پاکو اوبو ستونزه یې حل شي.
د ګل اغا په نوم یوه کس پژواک اژانس ته وویل: «پخوا زموږ د سیمې خلکو د څښاک پاکې اوبه نه درلودې او له ډېر لرې غره به يې په حیواناتو اوبه راوړلې، خو اوس خوښ یو چې دا ستونزه حل شوه.»
د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکي مرجان وویل، دوی نه یوازې د څښاک پاکې اوبه نه درلودې، بلکې په وینا يې چې هلته پخوا حکومت هیڅ عامالمنفعه پروژې پلې کړې نه دي.
ده وویل: «موږ تل د حکومتونو له سترګو پناه ساتل شوي وو او هیڅ پاملرنه نه ده راته شوې، لارې خرابې دي، په نږدې ساحه کې روغتون نه لرو او له هر ډول خدماتو بې برخې یو.»
د یادونې ده، په دې وروستیو کلونو کې د هېواد د ډېری سیمو خلک شکایت کوي چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ټيټه شوې او له امله يې کارېزونه وچ شوي دي.
بلخوا، حکومت او خیریه بنسټونو خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي.
دوې ورځې وړاندې هم د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو دوې شبکې جوړې شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP