ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارجنټاین کروشیا ته په ماتې ورکولو د فوټبال نړۍوال جام پای‌لوبې ته لاره ومونده

ارجنټاین کروشیا ته په ماتې ورکولو د فوټبال نړۍوال جام پای‌لوبې ته لاره ومونده

author avatar
14 Dec 2022 - 02:16
ارجنټاین کروشیا ته په ماتې ورکولو د فوټبال نړۍوال جام پای‌لوبې ته لاره ومونده
author avatar
14 Dec 2022 - 02:16

اټلانټا (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): ارجنټاین چې د فوټبال په نړۍجام کې یې خپله لومړۍ لوبه کمزورې لوبډلې سعودي ته بایللې وه، د دې سیالیو په نیمه پای‌لوبه کې کروشیا ته په ماتې ورکولو سره پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.

د فوټبال نړۍجام سیالیو لومړۍ نیمه پای‌لوبه نن د لېندۍ په ۲۲مه، د ارجنټاین او د تېر نړۍوال جام دویم مقام ګټونکې لوبډلې کروشیا ترمنځ ترسره شوه.

لوبه ډېره تېزه پیل شوه، خو د لومړۍ نیمایي په ۳۲مه دقیقه کې د کروشیا لوبغاړو د خپل ګول مخې ته فاول وکړ چې له امله یې ارجنټاین ته پنلټي ورکړل شوه او مسي پر پنلټي شوټ ګول وواهه.

تر دغه ګول وروسته، د کروشیا لوبغاړي تر فشار لاندې راغلل او په ۳۵مه دقیقه کې له بل فاول سره لوبڅار کروشیایي لوبغاړي ته سور کارت ورکړ او له میدانه یې وویست؛ کروشیا بیا د لوبې تر پایه پورې له لسو لوبغاړو سره لوبه کوله.

په ۳۹مه دقیقه کې د ارجنټاین لوبغاړي جولیان الواریز ګول وواهه او خپله لوبډله یې دوه پر صفر مخکې کړه؛ د لومړۍ نیمایي تر وقفې پورې د ارجنټاین لوبډله دوه پر صفر مخکې وه.

د دویمې نیمایي له پیلېدو وروسته، په ۶۹مه دقیقه کې الواریز بل ګول وواهه او له دې سره ارجنټاین درې پر صفر دا لوبه وګټله او پای‌لوبې ته یې لاره ومونده.

د یادونې ده، د دغه نړۍوال جام په پیل کې سعودي ارجنټاین ته په ماتې ورکولو سره ټول حیران کړي وو، خو اوس ارجنټاین د دغو سیالیو پای‌لوبې ته ووت.

بله نیمه پای‌لوبه به سبا د فرانسې او مراکش ترمنځ ترسره شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.