Language

د هلمند استیناف محکمې ۲۰ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړه

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند استیناف محکمې له خوا نن ۲۰ کسانو ته د مختلفو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، ۲۰ هغه نارینه چې د غلا او نامشروع اړیکو په تور نیول شوي وو، د محکمې تر پړېکړي وروسته نن په عام محضر کې په درو ووهل شول.

د یادونې ده، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په هلمند کې مجرمین په دورو وهل کېږي.

له دې وړاندې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د محاکمو له خوا مجرمینو ته سزا ورکړل شوې ده.

login or register a new account.

Related Topics