کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): په کابل ښار کې د ښځو لپاره یوه ځانګړي کتابتون مسووله، له ښوونځي پاتې نجونو څخه غواړي چې راشي او په دغه کتابتون کې له شته کتابونو ګټه واخلي.
د «ښځې» په نوم دغه کتابتون شاوخوا څلور میاشتې مخکې د ښځو او نجونو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه، د کابل ښار د «پلسرخ» سیمې یو شمېر ښځو له لوري جوړ شو. په دغه کتابتون کې د ښځو د مطالعې لپاره له درې زره ټوکو څخه ډېر کتابونه موجود دي.
د یاد کتابتون یوې بنسټګرې ژولیا پارسي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دغه کتابتون مطالعې ته د نجونو هڅونې، د دوی د پوهې کچې لوړولو او د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه جوړ شوی دی.
هغه له ښوونځي پاتې نجونو او هغو ښځو چې دندې یې له لاسه ورکړې، غواړي چې د بېکارۍ پرمهال مطالعه وکړي، دغه کتابتون ته ورشي او پکې له شته کتابونو استفاده وکړي.
سرچینه وایي، دغه کتابتون هره ورځ د مراجعینو پرمخ خلاص دی او د ورځې له ۱۰ تر ۱۵ محصلین او زدهکوونکې د خپلو علمي څېړنو ترسره کولو لپاره دغه کتابتون ته ورځي.
د هغې په وینا، د یاد کتابتون له پرانیستې راهیسې ۵۰ کسانو د ۱۵۰ افغانیو په ورکولو سره د کتابتون د غړیتوب کارت ترلاسه کړی دی.
خو ژولیا وايي، هغه کسان چې د کتابتون دننه مطالعه کوي، کارت ته اړتیا نه لري.
نوموړې زیاته کړه، په یاد کتابتون کې د بېلابېلو څانګو لکه، دیني علوم، سیاسي، تاریخ او فلسفه، رومان او ادبیات، طب، ځمکپېژندنې او نورو درې زره ټوکه بېلابېل کتابونه شته.
هغې په یوه پیغام کې د هېواد له ښځو وغوښتل چې د کتابتون، قهوه خانو او کورسونو په جوړولو سره د نورو نجونو او مېرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي او پر خپلو وړتیاوو او استعدادونو پانګونه وکړي.
سکینه چې په یو شخصي پوهتنون کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي محصله ده، د مطالعې لپاره دغه کتابتون ته راغلې وه، پژواک ته وویل: «دغه کتابتون د هغو نجونو او ښځو لپاره چې له مطالعې سره لیوالتیا لري، ښه ځای دی.»
هغې هيله څرګنده کړه چې په کابل کې د ښځو او نجونو لپاره د ځانګړو کتابتونونو شمېر ډېر شي، څو د ښځو علمي کچه لوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP