کندهار (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندهار ولایت مقام د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا سفارت د شارژدافیرې هغه څرګندونې وغندلې چې د بشري حقونو فعالانو له هڅو د ملاتړ غوښتنه یې کړې وه.
څو ورځې مخکې افغانستان لپاره د امریکا شارژدافيرې مېرمن کرن ډېکر په څو ټویټري پيغامونو کې د کندهار ولایت له مشرانو غوښتي وو چې د بشري حقونو فعالانو له هڅو ملاتړ وکړي.
هغې په خپلو څرګندونو کې په ځانګړي ډول د «کندهاري مشرانو» یادونه کړې وه او له هغوی څخه یې غوښتي وو چې د افغانستان د بشري حقونو فعالانو او نړۍوالې ټولنې هڅې چې د ټولنیز عدالت، انساني کرامت او ازادیو لپاره یې کوي، ملاتړ یې وکړي.
مېرمن ډېکر دغه څرګندونې د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې د ۷۵ کلیزې د لمانځنې په مناسبت کړې وې او زیاته کړې يې ده چې امریکا له جنسیتي، قومي او مذهبي توپيرونو پرته د ټولو افغانانو د حقونو ملاتړ کوي.
خو د کندهار چارواکو بیا د مېرمن ډېکر څرګندونې د یوې اعلامیې په خپرولو سره غندلې او دا یې د افغانسان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر پژواک ته په یوه راستولې اعلامیه کې ویلي، د امریکايي ډیپلوماټې څرګندونې په کلکو ټکو غندي، ځکه په اسلامي شریعت او اسلامي امارت کې د بشر حقونو لپاره تر ټولو زیات درناوی شته.
سرچینې د کندهار د والي د ویاند حاجي زید له قوله لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت پالیسي او دریځ د شریعت پر احکامو او اُصولو بناء دی او په اسلامي شریعت او اسلامي امارت کې د بشر حقوقو ته تر ټولو زیات درناوی شته.»
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت ته دا پالیسي تر هر چا، مقدمه او سره کرښه ده او د همدې پالیسۍ پر اساس له هر چا سره تعامل کوي.
په اعلامیه کې دغهراز زیاته شوې، د نړۍوالو اصولو له مخې دې د اسلامي امارت اصولو ته چې له دین او شریعت څخه جوړ دي، درناوی وشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن