[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د قطر له نظامي کمپ څخه ۳۶۴ نور افغانان په یوه ځانګړې الوتکه کې امریکا ته لېږدول شوي دي.
افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافېره چې له دوحې څخه فعالیت کوي، پخپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې یاد کسان له ژمنې سره سم پرون ولېږدول شول.
هغې زیاته کړې، په دغو کسانو کې امریکایي پاسپورټ او ګرینکارټ لرونکي افغانان شامل دي.
مېرمن ډیکر امریکا ته د یاو کسانو د رسېدلو هرکلي ترڅنګ ویلي چې د دوی سفر اوږد او سخت و.
خو نوموړې زیاته کړې چې روښانه راتلونکی لري.
د امریکا سفارت شاژردافیرې په دې برخه کې له افغانانو سره د همکاریو له امله د قطر د بهرنیو چارو له وزارت څخه مننه کړې ده.
د یادونې ده، تېر کال په افغانستان کې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته لسګونه زره افغانان اروپایي هېوادونو او امریکا ته لېږدول شوي دي.
اوس هم په اسلاماباد، قطر، متحده عربي امارات، کوسوو او البانیا کې زرګونه افغانان امریکا او اروپا ته د سفر لپاره منتظر دي.
[/restrict]
Views: 293
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن