پلعلم، مهترلام، بامیان (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): په لوګر، لغمان او بامیان ولایتونو کې له زرګونو اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ژمنیو جامو مرسته وشوه.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې پر ۱۴۰۰ او په څرخ ولسوالۍ کې پر ۲ زره اړو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۴ لېټره غوړي، ۶ کیلوګرامه دال، ۶ کیلوګرامه مالګه او یوه بسته د ماشومانو خواړه ورکړل شول.
ده خبر ورکړ چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې، خوښۍ، ازرې او خروار ولسوالیو کې هم د اړو کورنیو سروې شوې ده چې ډېر ژر به د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د خوراکي توکو مرسته ورسره وشي.
په لغمان کې هم نن پر څه باندې درې زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د دغه ولایت د الیشنګ ولسوال قاري نورګل دلاور پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د دغې ولسوالۍ له ۳ زره ۳۸۵ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
ده زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، یو من دال نخود، ۵ کیلوګرامه مالګه او نیم کیلوګرام حلوا ورکړل شول.
د یوه بل خبر له مخې، په بامیان کې بیا له ۷۱۶ کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو جامو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي فضل عمر اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دا د راستنو شوو کډوالو، داخلي بېځایه شوو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ دي چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان/ IOM له لوري ورسره د نغدو پیسو او ژمنیو جامو مرسته وشوه.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ نغدې افغانۍ او ۱۸ قلمه ژمنۍ جامې ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP