[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): په قطر کې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې فرانسې مراکش ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده او اوس به له ارجنټاین سره لوبه کوي.
مراکش چې د دویم اسلامي او لومړي افریقایي هېواد په توګه د فوټبال نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه، په دې سیالیو کې یې سفر پای ته ورسېد.
د دویمې نیمه پایلوبې په پنځمه دقیقه کې د مراکشي دفاعي لوبغاړو په تېروتنې سره فرانسې ګول وواهه او په لوبه کې مخکې شو؛ د لوبې تر لومړۍ نیمایي پورې بل ګول ونه وهل شو او فرانسې یو پر صفر وړاندې و.
د لوبې دویمه نیمايي ډېره تېزه پیل شوه، مراکشي لوبغاړو پرلهپسې بریدونه کول، که له یوې خوا بخت ورسره یاري نه کوله، نو له بلې خوا د فرانسې دفاعي لوبغاړو له خپلې دروازې څخه ښه دفاع وکړه او مراکشیانو ته یې د ګول وهلو چانس ورنه کړ.
د لوبې په ۷۹مه دقیقه کې د فرانسې لوبغاړو یو ځل بیا د مراکش دفاع مات کړ او په اسانۍ سره یې دویم ګول وواهه او دا لوبه یې دوه پر صفر وګټله.
فرانسه چې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړۍوال جام اتلولي خپله کړې وه، دا ځل به وکتل شي چې ارجنټاین ته په ماتې ورکولو سره د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي که نه.
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو پایلوبه د ډسمبر په ۱۸مه، د فرانسې او ارجنټاین ترمنځ ترسره کېږي.
[/restrict]
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن