Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د هلمند له مرکزه لسګونه سوالګر ماشومان راټول شوي

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د هلمند له مرکزه لسګونه سوالګر ماشومان راټول شوي

author avatar
16 Dec 2022 - 14:39
اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د هلمند له مرکزه لسګونه سوالګر ماشومان راټول شوي
author avatar
16 Dec 2022 - 14:39

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، په تېرو څو ورځو کې له مرکز لښکرګاه څخه یې شاوخوا ۴۰ سوالګر او بې‌سرپرسته ماشومان راټول کړي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایت مقام په رهبرۍ جوړ شوي ګډ کمېسیون – چې پکې د استیناف محکمې، څارنوالۍ، امربالمعروف ریاست او ځینو نورو بنسټونو مسوولین شامل وو- یاد ماشومان د لښکرګاه ښار له واټونو څخه راټول کړل او اړوند ارګان ته یې وسپارل څو د زده‌کړو په مرکزونو کې یي شامل کړي.

نوموړی وایي، یاد ماشومان به شپه او ورځ په همدغو مرکزونو کې وي او ټول لګښت به یې د حکومت پر غاړه وي.

ریاض زیاته کړه، د دغو سوالګرو او بې سرپرسته ماشومانو له راټولولو څخه موخه دا ده څو دوی هم د نورو په څېر سالم وروزل شي او باعزته ژوند وکړي.

د لښکرګاه ښاریان بیا د حکومت د دغه اقدام ستاینه او هرکلی کوي او وایې، مخکې په ښار کې به خلک د یادو ماشومانو له خوا په تکلیف و، له خلکو یې خیرات ټولول او له ځینو هټۍوال به یې توکي هم غلا کول .

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي شېرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل ، د یادو ماشومانو راټولول ډېر مهم کار وو .

د ده په وینا، له یوې خوا به دغه ماشومان له زده‌کړو برخمن شي او له بلې خلک او هټۍوال به یې له شر څخه خلاص شي.

د جان‌محمد په نوم د لښکرګاه یو اوسېدونکی هم د یادو ماشومانو راټولولو غوره اقدام بولي او وایي، دغه ماشومان به هم زده‌کړې وکړي او هم د به د هېواد او ټولنې په ابادولو کې مهم رول ولوبوي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د یادو ۴۰ بې‌سرپرسته او سوالګرو ماشومانو د راټولولو خبر داسې مهال ورکول کېږې چې د هېواد د پلازمېنې په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم زرګونه سوالګر راټول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.