Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حج او اوقافو وزارت: د ولور اخیستل شرعي جواز نه لري

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د ولور اخیستل غیر شرعي عمل بللی، په همدې تړاو یې «د ښځو مهر او ولور» تر عنوان لاندې خطبه جوړه کړې او د ټولو جوماتونو خطیبانو ته لارښوونه شوې چې د نن ورځې (جمعې) په خطبه کې پر همدې موضوع تبلیغ وکړي.

د دغې خطبې په یوه برخه کې راغلي چې مهر «یوازې د منکوحې حق دی او د ولور اخیستل کوم شرعي جواز نه لري.»

په یوه خبرپاڼه کې چې د حج او اوقافو وزارت له خوا پرون (د لېندۍ ۲۴مه) خپره شوې، ویل شوي: «د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو انجسام او ارشاد ریاست د هېواد د ټولو مسجدونو ملا امامانو ته اعلانوي چې سبا، جمعه د لېندۍ په ۲۵مه، په خپل خطابت کې د مهر چې خاص د منکوحې حق دی او ولور چې کوم شرعي جواز نه لري، په اړه خبرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ځوانان د ولور له زیاتوالي شکایت لري او د دغه لګښت پیدا کولو لپاره کډوالۍ ته مخه کوي او یا کلونه کلونه په مجردۍ کې ژوند کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.