Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له خوا د ناقانونه وژنو پلټنې پیلوي

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له خوا د ناقانونه وژنو پلټنې پیلوي

author avatar
16 Dec 2022 - 01:53
بریتانیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو له خوا د ناقانونه وژنو پلټنې پیلوي
author avatar
16 Dec 2022 - 01:53

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د بريتانيا دفاع وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو له خوا د ناقانونه وژنو د ادعاوو په اړه خپلواکه پلټنه پیلوي.

د بي‌بي‌سي یوې څېړنې څو میاشتې مخکې ادعا کړې وه چې د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو (SAS) په افغانستان کې په شکمنو حالاتو کې لسګونه ملکي افغانان وژلي او د دغو ځواکونو قوماندانانو د دې وژنو په اړه راپورونه پټ ساتلي دي.

د څېړنې په راپور کې چې په جولای میاشت کې خپور شو، ویل شوي وو چې د بریتانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو یوې قطعې ښايي په هلمند ولایت کې ۵۴ کسان په ناقانونه ډول د خپلو شپنیو عملیاتو پرمهال وژلي وي.

اوس د بریتانیا دفاع وزارت وايي، دا نوې پلټنه به د راتلونکي کال په پیل کې د لوړپوړي قاضي چارلس هاډون کیو په مشرۍ پیل شي او د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د ناقانونه کړنو په اړه به څېړنه کوي.

سرچینې زیاته کړې، ګومارل شوي پلټونکي به د ځواکونو د چلند په اړه راپورته شوو اندېښنو ته د دفاع وزارت غبرګون څېړي او دا چې په راتلونکي کې ترې څه زده‌کړه کېدای شي.

د بریتانیې دفاع وزیر بن والیس ویلي، وزارت یې د جدي سرغړونو په اړه په وروستیو کلونو کې «یو لړ بدلونونه» عملي کړي دي چې پکې د دفاع وزارت د جدي جرمونو څانګې جوړېدل هم شامل دي.

د بي‌بي‌سي په راپور کې ویل شوي وو چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د هغه مهال قوماندان مارک کارلټن سمیت په ګډون د بریتانیا لوړپوړي قوماندانان له دې موضوع څخه خبر وو، خو په اړه یې نظامي پولیسو ته راپور نه دی ورکړی.

د بریتانیا د قوانینو له مخې، که د پوځ کوم افسر په خپلو لیکو کې داسې پېښه وویني چې د جنګي جنایت شک پرې کېږي او په اړه یې نظامي پولیسو ته راپور ورنکړي، نو دا پخپله جنګي جنایت ګڼل کېږي.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د چلند په اړه په پخوانیو پلټنو کې داسې کافي شواهد نه دي موندل شوي چې دغه ځواکونه تورن کړي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.