مهترلام، اسعداباد (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان په مرکز او الینګار ولسوالۍ کې ۱۳۷ بېځایه شوو او په کونړ کې ۸۰ زلزلهځپلو کورنیو ته د کورونو جوړولو چارې پيل شوې دي.
د لغمان ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي غلام رحمن بلال پژواک ته وویل، وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ په مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې ۱۳۷ بېځایه شوو کسانو ته د کورونو جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه چې د هر کور جوړېدو لګښت ۳۳۰۰ امریکايي ډالر اټکل شوی چې دوه د اوسېدو خونې، یو پخلنځی او یو تشناب په کې شامل دي.
نوموړي دغه راز وویل چې د ټولو کورونو جوړېدو لګښت ۴۵۲ زره ۱۰۰ امریکايي ډالر کېږي او کارونه به يې د دوومیاشتو په اوږدو کې بشپړ شي.
بلخوا دغه بېځایه شوي کسان د حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یاد اقدام ستايي او خوښ دي چې بېرته به د خپلو کورونو مالکان شي.
د الینګار ولسوالۍ اړوند قصبې اوسېدونکي شکرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په تېرو جګړو کې د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شوي وو.
نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا ورته د ۱۴ متره په اوږدو او اووه متره په سور کور جوړېږي او په وینا يې، خوښ دی چې بېرته په خپل کلي ورته کور جوړېږي.
د مهترلام اړوند د عمرزیو سیمې اوسېدونکی امانالله هم وویل: «کور مې په تېرو اورښتونو کې نړېدلی و او اوس يې د کډوالو چارو عالي کمېشنري بېرته راته جوړوي او لګښت يې هم هغوی ورکوي.»
د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین وایي د مزار درې زلزله ځپلو کورنیو ته د سرپنا دغه اسانتیاوې،د ډنمارک کډوالو نړیوالې شورا (DRC) په مالي او تخنیکي مرسته برابریږي چې د کابو دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
له بلې خوا، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت ۸۰ زلزلهځپلو کورنیو ته د سرپناه جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسانالله احسان پژواک ته وویل، د شل میلیون افغانیو په لګښت دغه نوی جوړېدونکی ښارګوټی به د سرپناه په برخه کې تر ډېره د نورګل ولسوالۍ د زلزلهځپلو کورنیو ستونزې هوارې کړي.
نوموړي وویل: «د نورګل ولسوالۍ مزار درې اوسېدونکي چې زلزلې ځپلي وو او مېنې یې ورانې شوې وې، د ډنمارک کډوالو نړۍوالې شورا یا ډيارسي له لوري هر فامیل ته د دوه سوه پنځوس زره افغانیو په ارزښت په څلورو بیسوو کې د ۳ خونو کور جوړولو عملي چارې پيل کړې چې په بشپړېدو سره به د ډېرو کورنیو ستونزې حل شي.»
د هغه په وینا، هڅې یې پيل کړې چې د نړۍوالو خیریه ادارو په همکارۍ په دغه نوي جوړېدونکي ښارګوټي کې د ښوونځي، څښاک پاکو اوبو او نورې اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اوسېدونکی زردین چې د زلزلې له امله یې کور نړېدلی و، وایي خوښ دی چې بېرته ورته نوې ابادي جوړېږي.
هغه وویل: «د ډېرې بېوسۍ له امله مو په زلزله کې ویجاړ شوی کور نه شو رغولی، دا څو میاشتې مو په ډېرې سختۍ سره د خېمې لاندې تېرې کړې، اوس چې راته نوی کور جوړېږي، نو خوښ یو چې د سرپناه ستونزه به مو ورسره حل شي.»
د یادې سیمي یو بل اوسېدونکی عاصم خان بیا وایي، حکومت او نور خیریه بنسټونه دې دوی ته په دغه نوي جوړېدونکي ښارګوټي کې د ښوونځي، روغتیا، پاکو اوبو او نورو برخو کې اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړي .
د هغه په خبره، د نورګل ولسوالۍ مزار درې اوسېدونکو ته – چې شاوخوا درې میاشتې مخکې سختې زلزلې ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي وو- حکومت باید د مرستو په برخه کې پاملرنه لا ډېره کړي.
Views: 69
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن