ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلکو په دغه ولایت کې د مرغانو ښکار پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده

د غزني خلکو په دغه ولایت کې د مرغانو ښکار پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده

غزني ښار (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د غزني اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د مرغانو ښکار بې درېغه ډېر شوی، حکومت ته په کار ده چې مخنیوی یې وکړي.

دوی مرغان د وطن ښکلا ګڼي او پر ښکاریانو غږ کوي چې دا ښکلا دې نه په نښه کوي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي اصف‌احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د مرغانو ښکار په بې سارې توګه ډېر شوی چې د عامو خلکو ترڅنګ په کې ان سیمه‌ییز چارواکي هم ښکېل دي.

هغه زیاته کړه: «موده مخکې د غزني سلطان بند سیمې ته تللی وم، په وسلو سمبال طالبانو په خپلو کلاشینکوفونو، پیکاوو او نورو وسلو پر هیلیو او نورو نایابه مرغانو ډزې کولې چې ډېره دردوونکې وه.»

دی وايي، مرغان د هېواد لویه ښکلا ده، په کار نه ده دا ښکلا داسې په بې دردۍ په نښه شي.

د اندړو ولسوالۍ د سردې کلي اوسېدونکي نبی‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ په سردې بند کې هم د دغه ولایت د نورو سیمو په څېر د مرغانو ښکار ډېر شوی دی.

هغه زیاته کړه، په هېواد کې د اوږدو جګړو او ناقانونه ښکار له امله د نورو وحشي ژوو په ګډون د مرغانو نسلونه هم په ورکېدو دي.

دی وايي: «هره ورځ ځوانان د غزني په بېلابېلو سیمو او د اوبو به بندونو کې په ښکاري ټوپکو او نورو وسلو د مرغانو ښکار کوي خو هیڅوک یې مخنیوی نه کوي.»

نوموړی له حکومتي چارواکو او په خپله له خلکو غواړي چې ښکار بند کړي او هېواد دې له ښکلو او رنګینو مرغانو نه خلاصوي، بلکې د هغوی د نسلونه ډېرولو لپاره دې لاس په کار شي.

په سردې بند کې شاوخو دېرش کلن ځوان ازرخان چې د پکتیکا له مرکز ښرنې راغلی و، ښکاري ټوپک ورسره و او په مرغانو یې ډزې کولې، له ډېر ټینګار سربېره هم خبرو ته حاضر نه شو.

د ښکار ډېرېدو ستونزه مو د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې له چارواکو سره هم شریکه کړه خو ځواب مو ونه موند.

خو په غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست حمیدالله نثار غزنوي پژواک اژانس ته وویل، د مرغانو ناقانونه ښکار یوازې په دغه ولایت پورې نه دی محدود، بلکې د افغانستان په ډېرو سیمو کې ناقانونه ښکار روان دی.

نوموړي زیاته کړه، د غزني سیمه ییزې ادارې په دې وروستیو کې د دغه ولایت اړوند یو شمېر ریاستونو او ولسوالیو ته د ښکار د بندیز په اړه مکتوبونه استولي دي.

د یادونې ده، د غزني په سردې بند، سلطان بند، آب استاده، زنخان بند، ناور غرونو او ډېرو نورو سیمو کې مرغان په بېلابېلو وسلو ښکار کېږي.

د کتونکو په باور، غزني یو وخت د مسافرو مرغانو ټاټوبی هم یادېده خو د تېرو اوږدو جګړو او ناقانونه ښکار له امله مرغانو خپله لار او د استوګنې سیمې بدلې کړې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.