Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د استازیتوب څوکۍ سرپرست حکومت ته ورنه‌ کړه

اټلانټا (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د رایو په غوڅ اکثریت سره دغه سازمان کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ سرپرست حکومت ته ورنه ‌کړه .

ملګرو ملتونو په دې اړه د افغانستان د سرپرست حکومت غوښتنې په ردولو سره پرېکړه وکړه چې څوکۍ به له اوسني استازي سره وي چې د مخکني ولسمشر محمداشرف غني په واکمنۍ کې دغه سازمان ته ورپېژندل شوی و.

ملګرو ملتونو د افغانستان ترڅنګ د برما د نظامي حکومت او د لیبیا په ختیځ کې مخالف حکومت غوښتنه هم رد کړه.

د امریکا غږ د خبر له مخې، د عمومي اسمبلۍ د ۱۹۳ غړو پرېکړه په دې معنی ده چې نصیراحمد فایق به د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وي.

په ملګرو ملتونو کې د باورلیکونو کمېټې مشرې او د ګیانا استازې کارولاین راډریګز برکیټ عمومي اسمبلۍ ته پخپل راپور کې وویل، له افغانستان، برما او لیبیا څخه سیالو ډلو غوښتي چې په دغه نړۍوال سازمان کې خپل استازیتوب وکړي او له همدې امله یې په دې اړه د پرېکړې ځنډولو غوښتنه وکړه چې د عمومي اسمبلۍ غړو د رایو په اکثریت منظور کړه.

د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت چې تېر کال د اګست په ۱۵مه، واک ته رسېدلی خو تر اوسه هیڅ کوم هېواد یا نړۍوالې ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی.

دوی واک ته تر رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ غوښتنې ترڅنګ، دا ژمنه یې هم کړې وه چې د ښځو او لږه‌کیو د حقونو درناوی به کوي.

د افغانستان سرپرست حکومت دې څوکۍ لپاره د قطر دفتر غړی سهیل شاهین ټاکلی دی، خو هغه په قطر کې فعالیت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.