اټلانټا (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): کروشیا د فوټبال نړۍوال جام سیالیو د درېیم مقام لپاره په یوه لوبه کې مراکش ته په ماتې ورکولو سره د برونز مډال ترلاسه او درېیم مقام یې خپل کړ.
په دې لوبه کې چې د قطر په خلیفه لوبغالي کې ترسره شوه، د کروشیا لپاره جوسکو ګواردیول د لوبې په اوومه دقیقه کې ګول وواهه، خو دوې دقیقې وروسته د مراکش لوبغاړي اشرف داري ګول ترسره کړ او لوبه یې مساوي کړه.
د لومړۍ نیمایي په ۴۲مه دقیقه کې د کروشیا میلاف اورسیچ بل ګول وواهه او د خپلې لوبډلې ګولونه یې دوه کړل.
د مراکش ټیم چې د ۲۰۲۲ کال د سیالۍ په هره لوبه کې پیاوړی څرګند شوی و، په دې لوبه کې د نورو په څېر هغومره پیاوړی ونه ځلېد.
د مراکش لوبډلمشر ولید ریګراګوي له لوبې وروسته وویل چې په نړۍوال جام کې د خپلې لوبډلې پر کړنو او هڅو ویاړي.
هغه زیاته کړه: «داسې یو ټیم لرو چې هیڅ وخت نه تسلیمېږي. زموږ ټولو ډېرې لوبې په یاد دي. موږ به بېرته پیاوړي راڅرګند شو. موږ د یوې میاشتې لپاره خپل هېواد یو موټی کړ. ټول خوښ وو.»
د مراکش ټیم چې هیڅ وخت د نړۍوال جام له یو پر شپاړسم پړاوه مخې ته نه وو تللی، دا لومړی ځل و چې ځان یې نیمه پایلوبې ته ورساوه او د اسپانیې او پرتګال په څېر پیاوړې لوبډلې یې ناهیلې کړې.
د کروشیا ټیم په داسې حال دغو سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کوي چې روسیه کې د ۲۰۱۸ کال په نړۍوال جام کې یې دویم مقام ترلاسه کړی و.
ټاکل شوې چې د نړۍوال جام پایلوبه یا فاینل د یکشنبې په ورځ د فرانسې او ارجنټاین ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن