Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پولیسو وسله‌وال برید شوی

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سيمه کې د وسله‌والو په بريد کې د څلورو پاکستاني پولیسو د وژل کېدو او د څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د بي‌‌بي‌سي د راپور په حواله، د يادې سيمې پولیسو ویلي: «وسله‌والو ترهګرو تېره شپه د پولیسو پر یوې پوستې د لاسي بمونو او راکټو برید کړی، له برید وروسته د پولیسو او ترهګرو ترمنځ سخته جګړه نښتې او پر یو بل یې ډزې پیل کړې دي.»

سرچينه زياتوي، په وژل شوو پولیسو کې د پوستې مشر او څو نور کسان شامل دي.

د پاکستان ایالتي حکومت د خیبر پښتونخوا پولیسو په خپل ټويټرپاڼه کې لیکلي: «د وژل شویو پولیسو جنازه د پولیسو په یوه مرکز کې شوې او د درناوي سلامي هم ورته وړاندې شوې ده.»

د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ډېر کله پاکستاني طالبان د دغه ډول بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر امنيتي کسانو بريدونه ډېر شوي دي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.