چاریکار (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي پروان ولایت ته د سفر پرمهال ویلي، مسوولین دې د بیتالمال په پیسو ودونه نه کوي او باید له عامو وګړو سره له نرمۍ کار واخلي.
د پروان ولایت د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د امربالمعروف او نهی عنالمنکر سرپرست وزیر شیخ محمدخالد حنفي او ورسره پلاوي د یو سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مسوولینو او علماوو سره لیدلي دي.
شیخ محمدخالد حنفي په دې کتنه کې ویلي چې د اسلامي امارت د شل کلنې مبارزې موخه په افغانستان کې د اسلامي نظام واکمنېدل او د اسلامي حدودو جاري کول و.
ده ویلي: «له نړۍوالو سره تعامل ته ولاړ خو په یاد نظام معامله نه کوو، مسوولین باید له عامو وګړو سره له نرمۍ کار واخلي او داسې کړنې ترسره کړئ چې نړۍوالو ته پند شي او د عامو وګړو په ذهنونو باندې باید کار وشي؛ موږ ټول یو قوم، یو ملت یو او د یو هدف لپاره کار کوو چې هغه د اسلامي امارت نظام دی.»
هغه په دغه ناسته کې د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې مسوولین دې د بیتالمال په پیسو ودونه نه کوي.
د پروان والي مولوي عبیدالله امینزاده په دې ناسته کې ویلي، د اسلامي نظام ښېګڼه په دې کې ده چې ټولې شخړې د اسلامي اصولو او قوانینو په رڼا کې هواروي او په نړۍ کې یوازینی هېواد به افغانستان وي چې اسلامي اصول او وجایب په کې مراعات کېږي.
ده ویلي، هر څوک چې له امربالمعروف څخه منکر وي هغه په اصل کې د اسلامي نظام له سیاست څخه منکر شخص دی.
امینزاده د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر له سرپرست وزیر څخه غوښتي چې په یاده برخه کې دې پر کار پوه او علمي اشخاص پر دندو وګومارل شي.
په دغه غونډه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند مولوي محمدعاکف مهاجر ویلي چې له دې وړاندې یې ۲۸ ولایتونو ته سفر کړی او په دغو سفرونو کې خلک هڅول شوي چې ځانونه پر اسلامي اصولو او قوانینو سمبال کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP