پل علم (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۳۰۰ نوي سیمهییز ټولګي پرانیستل کېږي چې له زدهکړو بېبرخې ۱۰ زره هلکانو او نجونو ته به په کې د زدهکړې زمینه برابره شي.
یاد ټولګي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ او د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/ IRC په تخنیکي همکارۍ پرانیستل کېږي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۳۰۰ سیمهییز ټولګي د مرکز پل علم په ګډون په محمداغې، خوښۍ، برهکي برک، څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو کې پرانیستل کېږي چې ورسره به هغه زرګونه ماشومان زدهکړې ته لاسرسی ومومي چې په خپلو سیمو کې د بېلابېلو ستونزو له امله له دغه نعمته محروم دي.
هغه زیاته کړه، دغه لړۍ د درېیو کلونو لپاره ده چې په دغه موده کې به زدهکوونکو ته له لومړي تر درېیم ټولګي د ښوونځیو مضامین تدریس شي.
نوموړی وايي، په دغو نوو پرانیستل کېدونکو سیمهییزو ټولګيو کې د ښوونکو د ګومارلو په موخه د ۳۰۰ ښځو په ګډون له ۹۰۰ کسانو ازموینه اخیستل شوې ده.
د عرب په خبره، د ازموینې په پایله کې به د دغو ټولګیو لپاره ۳۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکي پر دنده وګومارل شي.
د لوګر اوسېدونکي خوښ دي چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري د مرکز پل علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې سلګونه سیمهییز ټولګي پرانیستل کېږي.
د مرکز پل علم یوه قومي مشر حاجي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول پروګرامونه کولای شي په لرو سیمو کې زرګونه هلکان او نجونې له زدهکړې برخمن کړي.
یاد قومي مشر غوښتنه کوي چې دا لړۍ دې دوامداره کړي او هغه سیمې دې هم تر پوښښ لاندې راولي چې د تېر حکومت پرمهال سختې ناامنې وې او اوس امن شوې دي.
د یادونې ده، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق له لوري اوسمهال د مرکز پل علم په ګډون ټولو ولسوالیو کې د سلګونو سیمهییزو ټولګیو له لارې شاوخوا ۳۲ زره زدهکوونکو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
Views: 125
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن