[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): ارجنټاین په پایلوبه کې فرانسې ته له یوې په زړهپورې سیالۍ وروسته په ماتې ورکولو سره د درېیم ځل لپاره د فوټبال نړۍوال جام اتلولي خپله کړه.
د نړۍوال جام دا سیالۍ چې د لومړي ځل لپاره په یوه عربي هېواد قطر کې ترسره شوې، پایلوبې ته یې د فرانسې او ارجنټاین لوبډلو لار موندلې وه. فرانسې تېر ځل نړۍوال جام ګټلی و او دا ځل یې له خپلې اتلولۍ دفاع کوله.
ارجنټاین له دې وړاندې په وروستي ځل نړۍوال جام د مراډونا په کپتانۍ کې ۳۶ کاله پخوا ګټلی و.
پایلوبه ډېره تېزه پیل شوه، ارجنټاین څو پرلهپسې بریدونه وکړل، د فرانسې لوبغاړو له خپلې دروازې دفاع وکړه، خو د لوبې په ۲۳مه دقیقه کې فرانسوي لوبغاړي فاول وکړ او ارجنټاین ته یې پنالټي شوټ ورکړل شو چې د نړۍ مشهور لوبغاړي میسي په اسانۍ سره ګول وواهه.
د ارجنټاین بل لوبغاړي ډیماریا د لوبې په ۳۶مه، دقیقه کې دوهم ګول وواهه او ارجنټاین یې دوه پر صفر مخکې کړ.
د لوبې دویمه نیمایي په پیلېدو سره فرانسوي لوبغاړو تېزه لوبه کوله، خو ارجنټایني لوبغاړو دفاعي لوبه کوله او داسې ښکارېده چې ارجنټاین به دغه نړۍوال جام په اسانۍ سره دوه پر صفر وګټي؛ خو د لوبې په ۸۰مه او ۸۱مه دقیقو کې فرانسوي مشهور لوبغاړي امباپي دوه ګولونه ووهل او لوبه یې مساوي کړه.
کله چې رسمي وخت پای ته ورسېد، نو لوبه مساوي وه. ورپسې لوبڅارانو ٣٠ دقیقې اضافي وخت ورکړ چې په ۱۰۸مه دقیقه کې میسي ښکلی ګول وواهه او یو ځل بیا ارجنټاین یې مخکې کړ، خو د لوبې له پایه دوې دقیقې مخکې په ۱۱۸مه دقیقه کې فرانسوي لوبغاړي امباپې درېیم ګول وواهه او لوبه بیا مساوي شوه او پرېکړه پینالټي شوټونو ته ورسېده.
د پینالټي شوټونو په برخه کې ارجنټاین څلور او فرانسې دوه ګولونه ووهل او دغهراز ارجنټاین د درېیم ځل لپاره د فوټبال نړۍوال جام اتلولي خپله کړه.
فرانسې په ۲۰۱۸ او ۱۹۹۸ کلونو کې د فوټبال نړۍوال جام ګټلی وو.
د دې لوبې د لیدلو لپاره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د دواړو لوبډلو زرګونو مینهوال د قطر لوسېل لوبغالي ته ورغلي وو.
د ارجنټاین ګولساتونکي ته د دې نړۍوال جام سیالیو د غوره ګولساتونکي جاېزه، د فرانسې امباپې ته د سرو زرو بوټ او د ارجنټاین میسي ته د سرو زرو فوټبال ورکړل شو.
[/restrict]
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن