Language

بادغیس کې اوومې خصوصي راډیو فعالیت پیل کړ

قلعۀ‌نو (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په بادغیس کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې اوومې خصوصي سیمه‌ییزې راډیو فعالیت پیل کړ.

د دغې راډيو مسوول مدير او د امتیاز خاوند محمدنعيم ناظم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د «عبور راډیو» تر نامه لاندې يې خپرونې پيل کړې دي.

نوموړی وايي، دغه راډيو په ۹۰،۳ فريکونسۍ فعاليت پيل کړی او په شپه او ورځ کې ۱۵ ساعته خپرونې کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو ټولو ته وښیو چې افغانستان لا هم د اوسېدو ځای دی او پاتې کېږو چې خپل هېواد جوړ کړو؛ ټاکل شوې دغه راډیو د هغه عمومي موضوعاتو په اړه خپرونې وکړي چې د حکومت له قوانینو او پالیسۍ سره په ټکر کې نه وي.»

login or register a new account.