ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د غوړیو تولید فابریکې په فعالېدو سره لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوه

جوزجان کې د غوړیو تولید فابریکې په فعالېدو سره لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوه

author avatar
19 Dec 2022 - 17:30
جوزجان کې د غوړیو تولید فابریکې په فعالېدو سره لسګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوه
author avatar
19 Dec 2022 - 17:30

شبرغان (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د جوزجان ځایي سرچینې وايي، په شبرغان ښار کې د غوړیو تولید یوه فابریکه چې ۴۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې، ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

«د ترکستان د غوړیو تولید فابریکې» مسوول بازمحمد وايي، په دې فابریکه کې چې د تولید ظرفیت یې په یوه ورځ کې ۱۲ ټنو ته رسېږي، له کنجد او پنبه دانو څخه غوړي تولیدېږي.

نوموړی د یادې فابريکې د جوړولو موخه د کروندګرو له کرنيزو محصولاتو ګټه اخيستل او د بېوزلو کورنيو غړو ته د کار زمينه برابرول بولي او وايي، تر اوسه ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه وویل، د غوړیو د تولید لپاره خام مواد د جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو له کروندګرو څخه پېري.

د جوزجان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس قاري عبادالله انصار وايي: «موږ د داسې فابریکو د جوړولو چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته د کار زمینه برابروي، ملاتړ کوو.»

هغه زیاتوي، د ورته فابریکو فعالیت لامل کېږي څو کروندګر خپلو کرنیزو محصولاتو پلورلو لپاره بازار ته لاره لنډه کړي.

د انصار په وینا، تر دې مخکې به په ځینو حالاتو کې کروندګر اړ کېدل چې د خپلو محصولاتو پلورلو لپاره لویو ولایتونو لکه بلخ، کابل، هرات، کندهار او ننګرهار ته ولاړ شي.

هغه وايي، په یوه ورځ کې د ۱۲ ټنو غوړیو تولید لپاره ډېر محصولات کارول کېږی او دا د یاد ولايت د کروندګرو لپاره ښه زیری دی.

سخي‌داد چې د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکى او د جګړې له امله له زيانمنو شوو کورنيو څخه دى، وايي، خوشحاله دى چې دې فابريکې په فعاليت پيل وکړ او د هغه او نورو وزګارو کسانو لپاره يې د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل، مخکې له دې چې په دغه فابریکه کې شامل شي، خپل ژوند د مزدورۍ له لارې مخې ته یوړ او ځيني وخت به تش لاس کور ته ستنېده.

نوموړی چې له یادې فابريکې څخه هره مياشت لس زره افغانۍ معاش اخلي، خوښ دى او هيله لري چې د فابريکې د توليداتو له زياتېدو سره به يې معاشونه هم لوړ شي.

په جوزجان ولایت کې له څو کلونو راهیسې د کنجد او پنبه دانې د غوړیو کارول د خلکو په منځ کې عام دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې د کنجد او پنبه دانې له تخمونو په دودیز ډول او د اوښانو په وسيله غوړي توليدېدل.

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.