ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې موټرچلوونکې د موټر چلولو پر مهال د ځورونو کمېدو ته خوښې دي

کابل کې موټرچلوونکې د موټر چلولو پر مهال د ځورونو کمېدو ته خوښې دي

author avatar
20 Dec 2022 - 16:51
کابل کې موټرچلوونکې د موټر چلولو پر مهال د ځورونو کمېدو ته خوښې دي
author avatar
20 Dec 2022 - 16:51

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): په دې وروستیو کلونو کې په کابل ښار کې د ښځینه موټرچلوونکو شمېر ډېر شوی وو، خو تل د نارینه موټرچلوونکو له خوا ورته له مزاحمت کولو یې شکایت درلودل؛ اوس دغه ښځې وایي چې د مخکني نظام په پرتله اوسمهال په راحت سره موټرچلوونه کوي.

۲۴ کلنه نیلاب دُرانۍ هغه ښځه ده چې نه یوازې موټر چلوي، بلکې د کابل ښار په درېیم مکروریانو کې «ښځو لپاره د ښځو موټرچلوونې مرکز» مالکه هم ده.

هغې له پژواک سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، له کوچنیوالي یې له موټرچلوونې سره لېوالتیا لرله چې درې کاله مخکې یې زده کړه او اوس خپل موټر په خپله چلوي.

نیلاب چې کله په لومړیو کې یې غوښتل موټرچلوونه زده کړي، د کورنۍ له مخالفت سره مخ شوه، خو اوس یې په کورنۍ کې څوک مخالفت نه کوي.

نوموړې وایي، د سیاسي نظام له سقوط مخکې چې کله یې د کابل ښار په واټونو کې موټر چلوه، د نارینه موټرچلوونکو له خوا ورته مزاحمت جوړېده او کله کله به له ستونزو سره مخ کېدله.

خو هغې په دوام کې زیاته کړه: «په تېر حکومت کې مې هم چې کله موټر چلاوه، خلکو لږ ځورولم، موټر به یې راته قید کړ… خو اوس مې څوک نه ځوروي، ډېره راحته یم او په راحت سره موټر چلوم.»

هغې له ښځینه موټرچلوونکو سره د اسلامي امارت اړوند امنیتي منسوبینو د چلند په اړه وویل، په چک‌پاینټونو کې په ځلونو له امنیتي منسوبینو سره مخ شوې، خو هغوی ورسره ښه چلند کړی دی.

نوموړې ښځو لپاره د موټرچلونې زده‌کول اړین وباله او زیاته یې کړه، ډېر وخت نارینه په کور نه وو، خو هغې په خپله کورنۍ له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړې ده.

نیلاب وایي، کله چې یې دغه مسلک زده کاوه، له ګڼو ستونزو سره مخ شوې وه نو له همدې امله یې ښځو لپاره د موټرچلونې مرکز جوړ کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، تر اوسه په یاد مرکز کې تر ۱۵۰ مېرمنو او نجونو ته موټرچلول ښودل شوي او دا مهال ۱۲ نورې پر زده‌کړو بوختې دي.

هغې وویل، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه په هېواد کې د سیاسي نظام له سقوط وروسته د یاد مرکز فعالیت ودرېد؛ ځکه فکر یې کاوه چې اسلامي امارت به د ښځو د موټرچلوونې مانع شي. خو په دې وروستیو کې یاد مرکز بیاځلي فعال شوی دی.

هغه او ترڅنګ یې یوه بله مېرمن، په دغه مرکز کې د سهار له ۷ د مازیګر تر ۳:۳۰ بجو پورې مختلفو وختونو کې شاګردانو ته موټرچلوونه تدریسوي.

نوموړې موټرچلوونې ته له لیوالو نجونو غواړي چې موټرچلوول زده کړي او پر ځان بسیا شي.

په همدې حال کې، یو بله مېرمن نیلوفر چې موټر چلوي پژواک ته وویل، له دوه‌نیمو کلونو راهیسې یې موټرچلوونه زده کړې او خپله خپل موټر چلوي.

دغه مور، هره ورځ خپلې لوڼې چې محصلانې دي، په خپل موټر کې تر پوهنتونه رسوي او له دغه کاره ډېره خوښه ده.

هغه هم په تېر نظام کې د خلکو له لوري د مزاحمتونو خبره کوي او وایي: «د اسلامي امارت له راتلو مخکې خلکو په ځانګړي ډول نارینه‌وو موټرچلوونکو به لږ ځورولو، خو اوس مو څوک نه ځوروي، ډېر راحتې یو.»

نوموړې زیاتوي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې فکر کاوه چې ښځې به د موټرچلوونې حق و نه لري، خو اوس د پخوا په پرتله په ډېر راحت سره موټرچلوونه کوي، دې چارې ښځې راتلونکي ته هیله‌مندې کړې دي.

هغې په یوه پیغام کې ټولو نجونو او ښځو ته وویل: «ښځې باید پر ځان بسیا اووسي او خپلې ستونزې خپله حل کړي…»

نیلوفر هیله لري چې د ښځو لپاره دې د موټرچلوونې د جوازونو وېش لړۍ همداسې دوام ولری.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.