ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پلاوي د کندهار له چارواکو سره د سپین بولدک- چمن پر شخړه خبرې کړې دي

پاکستاني پلاوي د کندهار له چارواکو سره د سپین بولدک- چمن پر شخړه خبرې کړې دي

author avatar
20 Dec 2022 - 15:36
پاکستاني پلاوي د کندهار له چارواکو سره د سپین بولدک- چمن پر شخړه خبرې کړې دي
author avatar
20 Dec 2022 - 15:36

کندهار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د پاکستاني علماوو او سوداګرو یو پلاوی کندهار ته راغلی و او د دغه ولایت له چارواکو سره یې د سپین بولدک- چمن پر شخړې خبرې کړې دي.

دغه پلاوي چې ۱۶ کسه ملایان، قومي مشران او سوداګر په کې شامل وو، ویلي، د تاوتریخوالي پېښې او نښتې د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو او سوداګرو پر زیان دي او باید د تکرار مخنیوی یې وشي.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د والي د مرستیال مولوي حیات الله مبارک په مشرۍ ګڼو چارواکو تېره ورځ ناوخته په سپن بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني علماوو او سوداګرو له راغلي پلاوي سره خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، په غونډه کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د تاوتریخوالي او نښتو پر وروستیو پېښو هر اړخیز بحث وشو.

د هغه په وینا، د پاکستاني علماوو او سوداګرو غوښتنه دا وه چې پر ډيورنډ کرښه هیڅ‌کله تاوتریخوالی او جګړه رامنځته نه شي؛ ځکه دلته ټول خلک مسلمانان، یو قوم او یو ټبر دي.

ده وویل: «د اسلامي امارت پلاوي پاکستاني پلاوي ته وویل چې موږ هم همېشه غواړو دواړه طرفه د وروڼو په څېر ژوند وکړي؛ ځکه دواړه لوري نه بېلېدونکې اړیکې لري، موږ همېشه د خبرو له لارې د مشکل حل غوښتونکي یو، زموږ ځواکونو له خاورې څخه د دفاع په خاطر اقدام کړی دی.»

د کندهار اوسېدونکي او سوداګر هم وایي، پر ډیورنډ فرضي کرښه په هر ډول شخړه کې یوازې د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې افغانان او سوداګر زیانمنېږي، نو په هیڅ صورت باید شخړه رامنځته نه شي.

د سپین بولدک ولسوالۍ یو سوداګر حاجي عبدالباري په دې اړه وايي: «جنګ سراسر زموږ په تاوان دی؛ پاکستان هسې بهانه غواړي، که دروازه بندېږي یا دلته مرمۍ اوري، ټول زیان یې د دواړو خواوو پښتنو ته رسېږي او پاکستان یې هیڅ پروا نه لري، نو باید هره ستونزه د خبرو له لارې حل شي.»

د کندهار یو بل سوداګر عبدالقادر هم وایي، لومړی خو باید هیڅکله جګړه ونه شي او که بیا هم کومه ستونزه پېښېږي، باید دواړه لوري داسې یوه پرېکړه وکړي چې د هر ډول شخړې رامنځته کېدو په صورت کې به د سپین بولدک- چمن لار نه بندېږي.

ده زیاته کړه: «د پاکستان پر خبرو باور نشته اما بیا هم داسې یو فیصله باید وشي که کومه ستونزه پېښېږي باید دروازه او لار هیڅکله بنده نه شي.»

د کندهار یو اوسېدونکی محمدیعقوب وايي: «دا خو ښکاره ده چې دواړه خواوو ته پښتانه ژوند کوي، که کوم مشکل پېښېږي، زیان یې دواړو لورو ته رسېږي، نو له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې پر پاکستان د لارې بندولو بهانه ودروي.»

چارواکي وایي، د پاکستاني علماوو او سوداګرو پلاوي ورته ویلي چې د غونډې ټول موضوعات به د خپل هېواد له چارواکو سره په جدي ډول شریکوي او دغه راز افغان لوري هم هغوی ته ډاډ ورکړی چې هیڅکله به د دوی له اړخه جګړې ته لومړیتوب ور نه کړل شي.

د افغانستان دفاع وزارت تېره اونۍ ویلي وو، پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک – چمن پر صفري نقطې یو ځل بیا ډزې کړې او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بلخوا د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې وه، ډزې لومړی له افغان لوري شوې وې چې دوی یې سخت ځواب ورکړی دی.

دوی ویلي، د افغان لوري په ډزو کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې په غبرګون کې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر احضار کړی و.

Views: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.