لښکرګاه (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د ۶۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې پروسس یوه نوې فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د پنځه ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري.
دغه فابریکه د لښکرګاه ښار اړوند په بولان سیمه کې جوړه شوې چې په پرانیسته کې یې یو شمېر حکومتي چارواکو او صنعتګرو برخه اخیستې وه .
د یادې فابریکې مسوول محمد ابراهیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنبې تولید دغه فابریکه یې د ۶۰ میلیون افغانیو په پانګونې، د یوه کال په موده کې جوړه کړې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۲۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، یاده فابریکه په ساعت کې د پنځه ټنه دانهلرونکې پنبې د پروسس او ترې د غوړيو، کنجاړې او صابون د تولید وړتیا لري.
د هلمند د صنعت او سوداګرۍ خصوصي ټولنې رییس غلام یحیی پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې صنعت د ودې په حال کې دی او ډېرو سوداګرو په دې برخه کې پانګونې ته مخه کړې ده.
هغه زیاتوي، په هلمند کې دا څلوېښتمه فابریکه ده چې د شاوخوا دوو میاشتو په اوږدو کې فعالیت پيلوي.
د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د دا ډول فابریکو جوړېدل مهم بولي او وايي چې ورسره به د خلکو په اقتصاد کې ځانګړی رول ولوبوي.
د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي حاجي اغامحمد پژواک اژانس ته وویل، هلمند یو کرنیز ولایت دی چې د پنبې حاصلات یې د هېواد په کچه مشهور دی.
نوموړي له نورو ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چې په یاد ولایت کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي .
د اخترمحمد په نوم د یادې فابریکې یوه کاریګر هم پژواک ته وویل، مخکې بېکاره و، خو اوس خوښ دی چې په خپل ولایت کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.
دی وايي، له شاوخوا درې میاشتو راهيسې د پنبې پروسس په یوه فابریکه کې کار کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي.
د یادونې ده، د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۸مه هم په لښکرګاه کې د ۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت یوې فابریکې فعالیت پيل کړ.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن