ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب د کوهستان اوسېدونکي د ښوونکو له کمښت، د کتابونو او خوندي چاپېریال له نشتوالي شکایت لري

د فاریاب د کوهستان اوسېدونکي د ښوونکو له کمښت، د کتابونو او خوندي چاپېریال له نشتوالي شکایت لري

author avatar
21 Dec 2022 - 19:40
د فاریاب د کوهستان اوسېدونکي د ښوونکو له کمښت، د کتابونو او خوندي چاپېریال له نشتوالي شکایت لري
author avatar
21 Dec 2022 - 19:40

میمنه (پژواک،۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، د نجونو په ځینو ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالي له امله، له نهم ټولګي کښته نجونې تدریس کوي؛ د پوهنې  مسوولین د دې ستونزې په تایید سره وايي، د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د ښوونځيو ودانيو نشتوالی، د درسي کتابونو او موادو کمښت نورې هغه ستونزې دي چې د فارياب د کوهستان اوسېدونکو له خوا مطرح شوې دي.

د کوهستان ولسوالۍ  «د لولاش نسوان منځني ښوونځي» د شپږم ټولګي زده‌کوونکې نظيفه په خپله سيمه کې د ښوونځيو له نشتوالي او د درسي کتابونو له کمښته شکايت لري.

نوموړې د پوهنې وزارت له مسوولینو غواړي چې په سیمه کې یې د نجونو لېسه جوړه کړي؛ ځکه دا او نورې ټولګیوالې یې غواړي چې خپلو زده‌کړو او تعلیم ته دوام ورکړي.

هغه غواړي چې په راتلونکي کې ښه ډاکټره یا قابله شي؛ ځکه په سیمه کې یي ډاکټرانې او قابلې کمې او ښځې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړې له پوهنې رياسته وغوښتل چې د لولاش منځنی ښوونځی دې پر عالي لېسې بدل کړي او مسلکي ښوونکي دې پکې وګوماري؛ ځکه په دغه ښوونځي کې د مسلکي ښوونکو کمښت له امله تر نهم ټولګي کښته نجونې تدریس کوي.

په ورته وخت کې، د یادې ولسوالۍ د نجونو یوه ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکې عایشه وايي چې د درسي کتابونو نشتوالي ترڅنګ، ښوونځی یې ودانۍ هم نه لري او دوی تر یوې خیمې لاندې په نمناکه ځمکه کې زده‌کړې کوي. له همدې امله، ډېری وخت دا او د هغې ډېری ټولګیوالې ناروغې وي.

نوموړې دغه‌راز د مسلکي ښوونکو نشتوالی هم لويه ستونزه بولي او وايي، د دوى ښوونکي هغه نجونې دي چې تر نهم ټولګي يې زده‌کړې کړې دي.

د «بندر» سيمې يو قومي مخور محمد مظلوميار وايي، په کوهستان کې د پوهنې وضعيت د اندېښنې وړ دى؛ ځکه چې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري، په ښوونځیو کې درسي مواد او میزونه نشته او د تدریس چارې د هغو ښځینه ښوونکو له خوا مخې ته وړل کېږي چې له نهم ټولګي کښته زده‌کړې کړې دي.

هغه زياته کړه: «د تېر حکومت د مسوولینو له نظره د دې ولسوالۍ خلک د شپږمې ګوتې په توګه ګڼل کېدل.»

مظلومیار د نجونو ښوونځیو وضعیت په اړه زیاته کړه: «د هلکانو په ښوونځیو کې یو شمېر مسلکي ښوونکي چې له همدې سیمې څخه وي شته، خو د نجونو په ښوونځیو کې ښوونکې له ښاري سیمو ګومارل شوې دي، دندو ته نه حاضرېږي چې پر ځای یې د نهم ټولګي فارغانې د اجیر ښوونکو په توګه ګومارل شوې دې، دوی له صنفي اصولو، تعلیمي سیسټم او د مسلکي ښوونکي له مکلفیتونو خبر نه دي، په حقیقت کې د خلکو له برخلیک سره لوبې شوې او کېږي.»

هغه زياته کړه، د کوهستان خلک له علم او زده‌کړې سره ډېره لېوالتیا لري؛ خو د پوهنې په برخه کې د تېر حکومت د بې‌غورۍ، د اسانتیاوو نشتوالي او په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې د زده‌کړې سیستم د بې‌کفایتۍ له امله، په اوسني وضعیت کې کورنۍ د خپلو اولادونو له راتلونکي ناهیلې شوې دي او حاضر نه دي چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي او نه هم نجونې په دې باور دي چې په راتلونکي کې به ډاکټره، قابله یا ښوونکې شي، یا لږ تر لږه داسې یو څوک شي چې له دولسم ټولګې فارغې شي او پر لیک او لوست وپوهېږي.

د هغه په ​​وينا، خلک له سرپرست حکومته غواړي چې د يادو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

په همدې حال کې، د لولاش ولسوالۍ د پوهنې مدیر مولوي عبدالقدوس پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د دوو لېسو، ١٠ منځنيو ښوونځيو او ٢٣ لومړنيو ښوونځيو په ګډون ٣٥ ښوونځي شتون لري.

نوموړي د خلکو او ښوونځیو زده‌کوونکو د شکايتونو په تاييدولو سره وويل، په دې ولسوالۍ کې يوازې په لولاش کې ٨ ښوونځي ودانۍ لري چې هغه هم بیارغونې ته اړتيا لري، پاتې نور زده‌کوونکي د خلکو په کورونو، تر ونو لاندې او ازاده فضا کې زده‌کړې کوي او په ورته وخت کې هیڅ تعلیمي مواد او کتاب نشته.

هغه زياته کړه، د پوهنې په برخه کې د تېر حکومت بې‌غوري، د ودانیو، خېمو او کتابونو نشتوالی، خيالي ښوونځي او د زده‌کړو ټيټ کيفيت د دې لامل شوي چې خلک پر معارف بې‌باوره شي او نور لېوالتیا ونه لري چې  خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي.

د لولاش د پوهنې مدیر د نجونو ښوونځيو د ښوونيز حالت په اړه وايي، په دغه ولسوالۍ کې د نجونو دوه منځني او څلور لومړني ښوونځي شته خو دوی د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

هغه زياته کړه، دا مهال څلور بستونه د لولاش د نجونو په منځني ښوونځي کې او درې بستونه د بندر د نجونو منځني ښوونځي کې مسلکي ښوونکې نه لري، نو د مجبوریت له مخې هغه نجونې چې تر نهم ټولګي پورې يې زده‌کړې کړې او دغه‌راز هغه مېرمنې چې په ديني علومو کې پوهه او لوړ استعداد لري، په دغو بستونو کې درس ورکوي.

د هغه په ​​وينا، د لارې خرابوالي او لرې‌والي له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چې د زندان سیمې د نجونو په لومړني ښوونځي کې مسلکي ښوونکې او یا لږ تر لږه داسې یوه مېرمن چې تر نهم ټولګي یې زده‌کړې کړې وي، وګوماري؛ د ياد ښوونځي زده‌کوونکو ته د سیمې ښوونځي د نارینه ښوونکو له خوا تدریس کېږي.

د فارياب د پوهنې رييس مولوي حفيظ‌الله معتصم بالله د لولاش د خلکو او پوهنې رييس د څرګندونو په تاييد سره وويل، د مسلکي ښوونکو نه شتون او تر نهم ټولګي د ټيټو نجونو د ګومارنې ستونزه یوازې په لولاش پورې نه محدودېږي، بلکې د یاد ولايت درې نورې غرنۍ ولسوالۍ (پشتونکوټ، بلچراغ او ګرزيوان) هم د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

معتصم بالله وویل، هغه کسان چې د اجیر ښوونکو په توګه ګومارل کېږي، باید د ۱۶، ۱۴ او یا ۱۲ام ټولګي اسناد ولري؛ خو په ولسوالیو کې نه پیدا کېږي، د اړتیا له مخې، د پوهنې وزارت له منظورۍ وروسته دا مهال تر ۸۰ ډېر هغه کسان چې دیني زده‌کړې یې کړې او یا په نهم ټولګي کې دي او لوړ استعداد لري، په ښوونځیو کې تدریس کوي.

هغه زياته کړه، په ښوونځیو کې شته ستونزې د تېر حکومت ميراث دى چې هغه مهال د غرنيو ولسواليو د ښوونځيو ښوونکي له ښاري حوزې ګومارل شوي، هغوی ساحې ته نه تلل، د ځان پرځای به یې د اجیر په توګه نور کسان نیول.

سرچينه وايي: «تر ۳۰۰ ډېر هغه ښوونکي چې له ښاري حوزې په غرنیو او لرو ولسوالیو کې ګومارل شوي وو، منفک شول؛ اوسمهال له يادو ولسواليو څخه دولسم پاس نارينه او ښځينه يا هغه کسان چې ديني زده‌کړې یې کړې، استخدام شوي دي؛ هغوی په ښوونځیو کې د ښوونیز کیفیت د ښه‌والي په موخه د همکارو موسسو له لوري په درې میاشتنیو ورکشاپونو کې شامل شوي او د ښوونیز کال له پیلېدو سره سم به خپلو دندو ته حاضر شي.»

دغه‌راز، د فارياب د پوهنې رييس وایي، د شل کلنې جګړې ستونزې او زيانونه په يوه يا دوو کلونو کې نه شي هوارولای، بلکې ډېر وخت، هلو ځلو، زیار او امکاناتو ته اړتیا ده.

هغه د هغو ښوونځيو په اړه چې ودانۍ نه لري او د ترميم وړ نه دي وویل، تر اوسه د پوهنې وزارت پراختيايي بودجه نه ده پاس شوې؛  خو په دې اړه له همکارو بنسټونو سره خبرې شوې او پرېکړې شوې چې په نوي کال کې په ځینو ولسوالیو په ځانګړي توګه په کوهستان ولسوالۍ کې د ښوونځیو ودانۍ جوړې شي.

د ښوونې او روزنې برخې یو شمېر پوهان په ښوونځیو کې د غیرمسلکي کسانو ګومارل د پوهنې د اصولو او لوایحو خلاف بولي.

د یاد ولايت يو باتجربه ښوونکی استاد نعمت‌الله وايي، مسلکي او وړ کسان، لایق زده‌کوونکي روزي، هغه کسان چې تر نهم ټولګي یې زده‌کړې کړې او یا یې دیني علوم لوستي، د پوهنې د اصولو، درسي مېتود، ضوابطو او انظباط په اړه نه پوهېږي، هیڅکله یو لایق او پر اصولو پوه زده‌کوونکی نشي روزلی.

د هغه په باور، که د مسلکي او اصولي معارف د رامنځته کولو هوډ ولري، په ټولنه کې بې‌شمېره مسلکي او لوستي کسان شته.

د فاریاب د پوهنې ریاست متقاعد عزیزالله دهیار د ښوونکي د ځانګړنو په اړه وايي: «د ښوونکي د زده‌کړې کچه، تحصیلي څانګه او اړین مهارتونه باید په پام کې ونیول شي او د ازادې سیالۍ له لارې وګومارل شي، نه د اړیکو او سلیقو له مخې.»

هغه وویل، په فاریاب کې له کوهستان ولسوالۍ پرته، شاوخوا لس زره لېسانس او د ​​پوهنتون فارغان شته؛ نارینه د کاري زمینې نه شتون له امله بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي او ښځې په کور کې ناستې دي.

هغه زياته کړه، د تېر حکومت پرمهال په بلچراغ، ګرزيوان او پشتونکوټ ولسواليو کې د نجونو لېسې فعالې وې، په هره ولسوالۍ کې هر کال تر پنځوس زره ډېر زده‌کوونکي له دوولسمو ټولګیو فارغېدل، د معارف لایحه حکم کوي، که چېرې په لرو سیمو کې مسلکي او لېسانس کسان نه وي، نو باید د دولسم ټولګي فارغان وګومارل شي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.