کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): په سالنګ تونل کې د اورلګېدنې او مواصلاتي له بندېدو وروسته نن د پنځو ورځو مخکې په پرتله د تېلو بیه له ۴ سلنې ډېره لوړه شوې ده.
د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک د معلوماتو له مخې، نن د یو لیتر پټرولو بیه ۷۵ افغانۍ او د یوه لیټر ډیزلو بیه ۹۱ افغانۍ ده.
دا په داسې حال کې ده چې د لېندۍ په ۲۶مه سالنګ تونل کې له اورلګېدنې څخه یوه ورځ مخکې، د یوه لیتر پټرولو بیه ۷۰ افغانۍ او د یوه لیتر ډیزلو بیه ۸۹ افغانۍ وه.
د احمدیار ګروپ تېلو ټانک یوه کارکوونکي د تېلو بیو لوړېدو په اړه وویل، د دې ترڅنګ چې د تېلو بیه په نړۍوال بازار کې لوړه شوې، په داخلي کچه سالنګ تونل کې د اورلګېدنې او مواصلاتي لارې بندېدو له امله هم لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په سالنګ تونل کې – چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي- د لېندۍ په ۲۷مه له سونتوکو بار یو ټانکر د تخنیکي ستونزو له امله چپه شو او اور یې واخیست.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن