کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په کابل کې نن یو شمېر ښځو د لوړو زدهکړو وزارت له خوا د نجونو محصلینو پر مخ د پوهنتونونو دروازو بندولو پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړ.
د لوړو زدهکړو وزارت وړمه شپه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.
د دغه وزارت ویاند ضیاءلله هاشمي د لېندۍ په ۲۹مه د شپې ناوخته په خپله ټویټرپاڼه په دې اړه د وزارت رسمي خبرتیا خپره کړې وه.
د یادې موضوع په تړاو نن (پنجشنبه، د مرغومي لومړۍ نېټه) په کابل کې یو شمېر ښځو لاریون وکړ او د «زدهکړې»، «کار»، «ازادي»، «د ابادۍ پر لور»، «زدهکړې د ټولو لپاره یا د هيچا لپاره هم نه» شعارونه یې ورکول.
د یادو لاریونکوونکو له ډلې ژولي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی نن د حکومت له لوري د نجونو د لوړو زدهکړو ځنډېدو پرېکړې غبرګون کې لاریون وکړ.
هغې زیاته کړه چې په دغه لاریونو کې د نجونو محصلینو او مېرمنو په ګډون ۳۰ کسانو برخه اخیستې وه.
د نوموړې په خبره: «موږ لاریون سهار په ۹:۳۰ دقیقو له دهبوري چوکه پيل کړ، غوښتل مو چې د کابل پوهنتون د دروازې لوري ته لاړ شو خو امنیتي ځواکونو مو مخه ونیوه، وروسته د پُل سرخ خوا ته لاړو او لس بجې مو لاریون ختم کړ.»
د یادونې ده، تېره ورځ د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي محصلينو هم د لوړو زدهکړو وزارت له خوا د نجونو محصلینو پر مخ د پوهنتونونو دروازو بندولو پرېکړې په غبرګون کې اعتراض کړی و.
Views: 111
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن