ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي د جاپان له سفیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

حامد کرزي د جاپان له سفیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

author avatar
22 Dec 2022 - 18:16
حامد کرزي د جاپان له سفیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
author avatar
22 Dec 2022 - 18:16

کابل (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۱): پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره ولیدل.

د دغې لیدنې په اړه د حامد کرزي په ټویټرپاڼه کې لیکل شوي چې دواړو لورو د افغانستان په روانو حالاتو د خبرو تر څنګ د نجونو د پوهنتونونو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د دروازو تړل کېدو له امله خواشیني وښودله او د هغو پر ژر پرانیستلو یې ټینګار وکړ.

سرچینه زیاتوي، حامد کرزي له افغانانو سره د جاپان له همکاریو د مننې په لړ کې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د جاپان له دوامداره هڅو قدرداني وکړه.

دغه راز کرزي په هېواد کې د سولې او دايمي ثبات د ټينګښت يواځينۍ لار ملي اجماع وګڼله او د هغې پر ژر پيلېدو یې ټینګار وکړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې نن په کابل کې د جاپان له سفیر سره لیدلي چې له یوه اوولس ورځني سفر وروسته پرون بېرته هېواد ته راستون شوی دی.

هغه د خپل دغه سفر په لړ کې لومړی متحده عربي اماراتو ته لاړ او هلته یې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ او یو شمېر نورو افغان سیاسیونو سره ولیدل.

دغه راز هغه د جرمني په برلین ښار کې د عدلیې له پخواني وزیر فضل‌احمد معنوي، پخواني چارواکي ډاکتر صادق مدبر او ځینو نورو سیاسیونو سره له لیدنو وروسته ترکیې ته ولاړ او هلته یې له محمد محقق او محمد کریم خلیلي سره د هېواد پر روانو مسایلو خبرې وکړې.

د هغه د دغه سفر په اړه ډېر جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.