کابل (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، تېره شپه د يو لړ عملياتو په پایله کې د داعش ډلې درې غړي وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.
مجاهد په خپل ټويټر کې ليکلي: «تېره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د خوارجو په یو پټنځای عملیات وکړل چې په پایله کې یې درې تنه داعشیان ووژل شول او یو مهم داعشی ژوندی ونیول شو.»
هغه زياته کړې، د عملیاتو په پایله کې ځيني چاودېدونکي توکي، پټاکۍ، ثانیه سوز، پرميکارټ، چسپکي ماینونه، لاسي بمونه او درې کلاشینکوفونه ترلاسه شول.
خو مجاهد د يادو عملياتو د ځای په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 181
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن