Language

بلخ کې د کال تر ټولو اوږده شپه (يلدا) ونمانځل شوه

مزارشریف (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت د فرهنګیانو، سیمه‌ییزه چارواکو او د ایران د سرکونسل په ګډون د کال تر ټولو اوږده شپه (یلدا) ونمانځل شوه.

چارواکي او فرهنګیان دغه شپه د افغانستان او ګاونډي هېواد ایران له ګډو فرهنګي میراثونو یادوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر عطا‌محمد ساهو دغه شپه د ځوانانو لیدو کتو او راټولېدو ښه پلمه بولي او وایي چې دغه شپه کوم دیني او مذهبي اړخ نه لري، بلکې یوازې د یوه فرهنګي میراث په توګه نمانځل کېږي.

هغه دغه راز په یونيسکو نړۍوال سازمان کې د یوه فرهنګي میراث په توګه د دې شپې پر ثبتېدو خوښي څرګنده کړه.

ورته مهال، په بلخ کې د ایران هېواد سرکونسل سیدحسن یحیوي هم دغه شپه د افغانستان او ایران هېوادونو ګډ فرهنګي میراث یاد کړ او ويې ويل چې یاده شپه په تېرو وختونو کې د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو راټولولو په خوښۍ کې نمانځل کېده.

په بلخ کې د اطلاعاتو او کلتور پخوانی ريیس صالح‌محمد خلیق وایي چې په یونیسکو کې د افغانستان او ایران د ګډو فرهنګي میراثونو په توګه دا نولسم میراث دی چې له دغه نړۍوال سازمان سره په رسمي توګه ثبتېږي.

هغه د دې ډول فرهنګي ورځو نمانځل د افغاني فرهنګ او تمدن د ودې لپاره مهم او ګټور ګڼي.

د دې غونډې په پای شېبو کې ګډونوالو خپل شعرونه واورول او سینماګرانو هم تمثیلي پارچې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې.

دغه راز د غونډې يوه ګډونوال اسماعیل بلخي وويل چې په دې غونډه کې یې د شعر، ترنم او تمثیلي نندارو له لیدو خوند واخیست.

د يادونې ده، د لېندۍ مياشتې وروستۍ شپه چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده، د يلدا په نوم ياديږي چې د افغانستان او ايران سربېره په ځينو نورو هېوادونو کې هم نمانځل کېږي.

Related Topics