[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نیټه ۱۴۰۱): د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم وايي، د نجونو زده کړې په برخه کې یو شمېر ستونزه شته، چې دوی یې د بنسټیز حل په لټه کې دي او کله چې دغه ستونزې حل شي، نو دوی به د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې بېرته خلاصې کړي.
هغه له ملي راډیو تلویزیون سره تېر ماښام د خپلې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د دې مطلب په بیانولو سره زیاته کړه، په تېرو ۱۴ میاشتو کې د اناثو د زده کړو په ډګر کې منکرات موجود وو او له همدې امله یې پوهنتونونو کې د زده کړو د ځنډلو پرېکړه کړې ده.
ندیم وویل، تېر کال د نوي حکومت له راتګ څخه تر دې دمه یې پوهنتونونو کې د اصلاح لپاره صبر وکړ، خو دا چې دغه ستونزې حل نه شوې؛ نو د نجونو پر تحصیل یې د بندېز پرېکړه وکړه.
هغه زیاته کړه، په پوهنتونونو کې د لیلیو او دغو لیلیو ته له نورو ولایتونو څخه د نجونو ورتګ کې هم ستونزې وې، ځکه پر لاره ورسره د سفر کولو پر مهال محرم کس نه و.
د لوړو زده کړو وزیر وایي، ښځینه محصلینو پوره حجاب عملي نه کړ او په هغه ډول پوهنتونونو ته تللې، لکه واده ته چې ځي.
مولوي ندا محمد ندیم زیاته کړه، دغه راز پوهنتونونو ته د هلکانو او نجونو ګډ تګ راتګ لا هم نه وو بند شوی.
دی وايي، په پوهنتونونو کې د نصاب ستونزې هم وې چې ځیني یې د نجونې لپاره نه دي جوړې شوې، لکه د هندسې او زراعت څانګې زده کړې چې نجونې ورته اړتیا نه لري.
د نوموړي په وينا، نجونې کولی شي مدرسو ته ولاړې شي، تراوسه د مدرسو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې؛ که هلته دغه ستونزې پیدا شي، هغه به هم وتړل شي.
ده وویل، یادو ستونزو ته د بنسټیز حل په لټه کې دي او د حل لار ورته پیدا کوي.
د هغه په وینا، دوی له افغان ښځو او زده کړو سره ستونزه نه لري او هر کله چې دغه ستونزې حل شي، نو د پوهنتونونو دروازې به بېرته خلاصي کړي.
شیخ ندیم پر نړۍوالو غږ وکړ چې د دوی په داخلي چارو کې دې کار نه لري، دوی د خپلو خلکو لپاره قربانۍ ورکړې دي او د ولس ملاتړ ورسره دی.
[/restrict]
Views: 803
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن