غزني (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۱): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سویډن کمېټې له لوري د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
د یادې کمېټې د ښوونې او روزنې مسوول عبدالباقي یونسي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نوراباد په نوم د دغه ښوونځي لپاره ودانۍ د جاغوري ولسوالۍ په «لومان دره» کې پر درې جریبه ځمکه، په یوه پوړ کې، د دوو کلونو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دغې ودانۍ پر جوړولو – چې دوولس درسي خونې، یوه اداري خونه، یو لابراتوار او یو کمپیوټر لیب لري – ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د سویډن کمېټې له لوري ورکړل شوې دي.
دی وايي، په دغه ښوونځي کې په دوو جلا وختونو کې ۴۰۰ هلکان او نجونې زدهکړې کوي.
د غزنې د پوهنې رییس مولوي محمدمنیر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري چې د زدهکړې بهیر یې ټکنی کړی دی.
هغه زیاتوي، د مرستندویه ادارو په همکارۍ هڅه کوي دا ستونزه په تدریجي توګه حل کړي.
د سیمې یوه مخور محمدحسن مهتري پژواک خبري اژانس ته وویل، د نوراباد ښوونځي زدهکوونکو له دې مخکې پر سپېره ډاګ، په خېمو کې زدهکړې کولې چې د باران پرمهال به رخصت او په اوړي کې به د ونو سیوري ته ناست وو.
هغه زیاتوي، خوښ دی چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د سیمې د شاوخوا ۱۵ کليو سلګونو ماشومانو ته د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر شو.
خو نوموړي یادونه وکړه، د درسي توکو، کتابونو او ښوونکو د کمښت په برخه کې ستونزې لري چې اړوندې ادارې یې باید حل کړي.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن