ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې اته کسان وژل شوي

تېره اونۍ په افغانستان کې اته کسان وژل شوي

author avatar
24 Dec 2022 - 17:34
تېره اونۍ په افغانستان کې اته کسان وژل شوي
author avatar
24 Dec 2022 - 17:34

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په افغانستان کې د نجونو لوړو زده‌کړو ځنډولو پرېکړه – چې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه ـ د رسنیو سرټکي جوړول او پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا په ترکیه کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره د بین‌الافغاني خبرو پر اهمیت لیدنې وکړې.

  • د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې وځنډول شوې
  • د نجونو د لوړو زده‌کړو ځنډولو پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه
  • پخواني ولسمشر حامد کرزي په ترکیه کې له یو شمېر افغان سیاسیونو سره پر افغاني ډیالوګ ټینګار وکړ
  • په پاکستان کې د ۲۰۰۰ بندي افغان کډوالو له ډلې ۵۰۰ خوشي شول
  • اوچا: د افغان کډوالو د لا ښه خوندیتوب لپاره باید د هغوی حقونو ته درناوی وشي
  • تېره اونۍ په افغانستان کې اته کسان وژل شوي دي

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېره اونۍ د يو لړ عملياتو په پایله کې د داعش ډلې درې غړي وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی. هغه د ياد بريد د ځای په اړه څه نه دي ويلي.

ځايي چارواکي ويلي وو، په فارياب کې يو ډلګی‌مشر وژل شوی، په سمنګان کې يو کس د غلو له لوري وژل شوی او ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې يو کس په خپل کور کې د تبر په ګواز وژلی دی.

دغه راز چارواک وویل چې امنیتي ځواکونو په کونړ کې د داعش ډلې دوه وسله‌وال وژلي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړه

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.

د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو فعالیت د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.

د سرپرست حکومت دغه کړنې له غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د نړۍوالې ټولنې غبرګونونه

راپورونه ښيي چې د اسلامي همکاریو سازمان، قطر، متحده عربي اماراتو، ملګرو ملتونو، سعودي عربستان او د بشري حقونو او بښنې نړۍوالو سازمانونو د نجونو زده‌کړو ځنډولو پر پرېکړه نیوکې وکړې او استرالیا، کاناډا، فرانسې، ترکيې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، هسپانیې، سویس، انګلیستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې لوړپوړي استازي په یوه ګډه اعلامیه کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته او د لوړو زده‌کړو ځنډولو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت پرېکړه وغندله.

دوی د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو زده‌کړو ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي او امریکا ویلي چې دا به د کابل مشروعیت نور هم تر پوښتنې لاندې راولي او ښې پایلې به ونه لري.

اوو سترو صنعتي هېوادونو هم په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د نجونو لوړو زده‌کړو ځنډولو په اړه د افغانستان سرپرست حکومت پرېکړه ښايي «بشر ضد جنایت» وګڼل شي. دغو هېوادونو هم د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو زده‌کړو ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي.

خو په ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډیکر د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه وایي چې دوی به له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي؛ ځکه امریکا  له بشري مرستو د وسلې په توګه کار نه اخلي.

د الازهر پوهنتون مشر شیخ احمدالطیب هم پر يادې پرېکړې اندېښنه ښودلې؛ دا پرېکړه یې له “اسلامي شریعت سره په ټکر” کې بللې او له افغان چارواکو يې غوښتي چې په دې اړه بیا کتنه وکړي.

په کور دننه غبرګونونه

د راپورونو له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي، مخکني ولسمشر محمداشرف غني، د پخواني حکومت د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله، د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدرب الرسول سیاف، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، ځینو پخوانیو چارواکو او د کرکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو هم له دې پرېکړې سره مخالفت ښودلی دی.

دغه راز د یادې پرېکړې په غبرګون کې يو شمېر استادانو ویلي چې د پوهنتون له استادۍ یې استعفاوې کړې؛ خو د لوړو زده‌کړو وزارت بيا وایي چې هیچا هم استعفا نه ده ورکړې.

د افغانستان د ملي اولمپیک کمېټۍ مشر نظرمحمد مطمين، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم، د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس خیرالله شینواري او د اسلامي امارت ځینو ملاتړو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلي او پر یاده پرېکړه یې نیوکې کړې دي.

تېره اونۍ، د چارو ځینو شنونکو هم په افغانستان کې د نجونو لوړو زده‌کړو ځنډولو پر پرېکړه د بیاکتنې غوښتنه وکړه، ویې ویل چې دغه پرېکړه شرعي جواز نه لري او د دې ډول پرېکړو پایلې به افغانستان ته خطرناکې وي.

دغه راز، د کابل، ننګرهار او تخار پوهنتونونو يو شمېر محصلينو د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو بندولو پرېکړې په غبرګون کې اعتراض کړی دی.

راپورونه ښيي، د ښځو یوې ډلې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې پر سرپرست حکومت فشار واچوي، څو ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

خو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم وړمه شپه له ملي ټلوېزیون سره د مرکې پر مهال وویل چې له محرم پرته د لیلیې نجونو سفرونه، د شرعي حجاب نه مراعاتول، په پوهنتونونو کې د ښځینه او نارینه محصلینو نه جلاوالی او په تدریسي نصاب کې د ښځو د شان خلاف د ځینو رشتو موجودیت هغه څلور عمده لاملونه یاد کړل چې په وینا يې، دوی اړ شول دغه پرېکړه وکړي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ویلي، دوی له افغان ښځو او د هغو له زده‌کړو سره ستونزه نه لري او هڅې روانې دي چې د ښځو د تحصیل لپاره د شریعت په رڼا کې لار پيدا شي.

هغه پر نړۍوالو غږ وکړ چې د افغانستان په داخلي چارو کې دې مداخله نه کوي.

کرزی او لیدنې يې

د مخکني حکومت له سقوط وروسته، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د روان کال د لېندۍ په ۱۲مه متحده عربي اماراتو او له هغه ځایه جرمني او ترکیې ته سفرونه وکړل؛ له هغه مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې کرزي ته د سرپرست حکومت له خوا د سفر اجازه نه وه ورکړل شوې.

متحده عربي اماراتو ته د حامد کرزي د سفر پر مهال د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویسټ هم متحده عربي اماراتو ته په یو وخت سفرونه کړي وو.

د راپورونو له مخې، کرزي په ترکیه کې د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند له مشر محمد محقق او د اسلامي وحدت ګوند له مشر محمدکريم خلیلي او نورو کسانو سره د هېواد پر روانو مسایلو خبرې وکړې او د افغانانو ترمنځ خبرې یې د افغانستان مسئلې د حل یوازېنۍ لار وبلله.

دغه راز، کرزي په یاد سفر کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره هم وکتل، اوغلو ویلي وو چې هېواد یې په افغانستان کې د ثبات لپاره همکاريو ته دوام ورکوي.

د افغان کډوالو حقونو ته باید درناوی وشي.

په اسلام‌ا‌باد کې د افغانستان سفارت وایي، په درېیو میاشتو کې په پاکستان کې له ۲۰۰۰ افغان بندیانو ۵۰۰ یې خوشي شوي او پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې تر درېیو اونیو به د افغان کډوالو نیول کېدو برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

د راپورونو له مخې، ځيني افغان کډوال په پاکستان کې د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د بښنې نړۍوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او له پاکستانه يې غوښتي چې افغان کډوالو ته د ویزې مقررات چمتو کړي څو زده‌کړو، کار او نورو اړینو خدماتو ته لاسرسی ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، په زیان‌منونکو شرایطو کې د افغان کډوالو د لا ښه خوندیتوب لپاره باید د هغوی حقونو ته درناوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ س‍ي آر) وايي، افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر وګړي یې ګډوال شوي دي. راپورونه ښيي چې دا مهال په پاکستان او ايران کې شاوخوا شپږ ميليون افغانان د کډوالۍ ژوند تېروي.

Visits: 99

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.