Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېرو نهو میاشتو کې له افغانستانه نږدې ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي

کابل (پژواک ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، په تېرو نهو میاشتو کې له افغانستانه ۱۵ هېوادونو ته ۵۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت نږدې ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل چې له افغانستانه په تېرو نهو میاشو کې چین، پاکستان، عربستان، متحده عربي امارت، سعودي، هندوستان، ایتالیا، امریکا، کاناډا، انګلیستان، اسټرالیا، ترکیې، سویډن، اوکراین او بلجیم ته شاوخوا ۵۳۸۰ ټنه جلغوزي صادري شوي دي.

دی وايي، د صادر شوو جلغوزو ټولټال ارزښت ۵۳ میلیون امریکايي ډالر دی.

هغه زیاته کړې، په یاده موده کې یوازې له ۲۲۰۰ ټنه زیات جلغوزي چین ته صادر شوي، په صادرو شوو جلغوزو کې۷۰۰ ټنه د هوايي دهلېز له لارې یاد هېواد ته رسېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.