Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصاد وزارت د انجوګانو د ښځينه کارکوونکو دندې تر دويم امر پورې وځنډولې

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): اقتصاد وزارت کورنيو او بهرنيو انجوګانو ته امر کړی چې تر دويم امر پورې دې د ټولو هغو ښځينه کارمندانو دندې چې له دوی سره کار کوي، وځنډوي.

دغه مطلب په هغه مکتوب کې چې نن (د مرغومي ۳مه) د اقتصاد وزارت له خوا خپور شوی او په پای کې يې د اقتصاد وزير قاري دين محمد حنیف لاسلیک شوی، بیان شوی دی.

په مکتوب کې راغلي، د اقتصاد وزارت د افغانستان د اسلامي امارت په استازيتوب د کورنيو او بهرنیو مؤسسو د ټولو کړنو د همغږۍ او رهبرۍ مسوولیت لري. په دې وروستيو کې په کورنيو او بهرنيو نادولتي مؤسسو کې د اناث طبقې له خوا د اسلامي حجاب او د امارت د نافذه ټولو قوانينو او مقررات د نه مراعت کېدو په اړه جدي شکايتونه تر سترګو شوي دي.

په مکتوب کې زیاته شوې: «اقتصاد وزارت د مسوولیت او رسالت د رفع کولو په منظور چې د کورنيو او بهرنيو نادولتي موسساتو په کاري ساحه کې د امارت د نافذه قوانينو او مقرراتو د تطبيق لپاره يې لرلی او لري، ټولو محترمو موسساتو ته هدایت ورکول کېږي چې تر دويم هدايت پورې ټولې ښځينه کارمندانې چې له هغوی سره په اړوندو برخو کې وظیفې کوي، کارونه يې متوقف کړي.»

په مکتوب کې څرګنده شوې، که په دې اړه څوک ناغېړي وکړي، د فعالیت جواز يې چې د دغه وزارت له لارې موسساتو ته د فعالیت د اجازې په توګه صادر شوی دی، لغوه کېږي.

له بلې خوا د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب، پژواک اژانس ته ياد شوی مکتوب تأيید کړ او ويې ویل: «دغه مکتوب نادولتي موسسو ته دی، هغه انجوګانې او موسسې چې له اقتصاد وزارت سره ثبت دي که هغه کورنۍ وي که بهرنۍ، دغه مکتوب هغوی ته دی.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.