Language

لوګر کې رسنۍ په اقتصادي او معلوماتو ته لاسرسي برخو کې له ستونزو سره مخ دي

پل‌علم (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): په لوګر کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خبریالانو او دولتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع‌الله صمیم، د نظامي او ملکي ادارو ویاندویانو، د سیمه‌ییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې د سیمه‌ییزو رسنیو مسوولینو او خبریالانو معلوماتو ته د لاسرسي، د  دولتي ادارو او خبریالانو ترمنځ همغږۍ او اقتصادي برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

د زینت راډیو مسوول نورالله ستانکزي وویل، د پخوا په پرتله په لوګر کې د رسنیو، خبریالانو او د دولتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ همغږي زیاته شوې خو لا هم په دغه ولایت کې یو شمېر سیمه‌ییزې رسنۍ له اقتصادي او معلوماتو ته د نه لاسرسي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د اطلاعاتو او کلتور پر ریاست غږ وکړ چې د سیمه‌ییزو رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره ګامونه واخلي، سیمه‌ییزو رسنیو ته د برېښنا، د جوازونو د تمدید او مالیاتو په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

بلخوا په لوګر کې د مهال راډیو یوه کارکوونکي سردارولي بهیج وویل، د پخوا په پرتله معلوماتو ته لاسرسی اسانه شوی خو بیا هم د نظامي ادارو مسوولین د پېښو مالومات له رسنیو پټ ساتي.

نوموړي همدارنګه د افغان خبریالانو خوندیتوب له کمېټې مننه وکړه چې په لوګر کې د رسنیو، خبریالانو او دولتي مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ هڅې یې پيل کړې دي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفیع الله صیم د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له مسوولینو مننه وکړه چې د «اسلامي امارت» له راتګ وروسته یې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د رسنیو، خبریالانو او دولتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه کړه.

هغه زیاته کړه، د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د خبریالانو او دولتي ادارو د مسوولینو تر منځ همغږي زیاته شوې او هڅه کوي هره میاشت د خبریالانو او دولتي مطبوعاتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې جوړې کړي.

دی وايي، مالوماتو ته د ښه لاس رسي په موخه به ځينو دولتي ادارو ته مطبوعاتي مسوولین وټاکي او د نظامي او ملکي ادارو ویاندویانو ته به د رسنیو په برخه کې روزنه ورکړي.

د لوګر د اطلاعاتو اوکلتور رییس د محلي رسنیو د اقتصادي ستونزې پر ځای وبللې او زیاته یې کړه چې د د دغې ستونزې د هواري په موخه به خپلې هلې ځلې دوه برابره کړي.

باید وویل شي چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د هیواد په ۸ زونونو کې هم د رسنیو، خبریالانو او دولتي مطبوعاتي مسوولینو تر منځ د زونونو په کچه د همغږۍ غونډې جوړې کړې دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.