Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل په چهارقلعه سيمه کې چاودنه وشوه

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د کابل امنيتي مسوولین وايي، د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په چهارقلعه سيمه کې چاودېدونکي توکي چاودلي دي، خو مرګ‌ژوبله نه لري.

د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې د چهارقلعه سیمه کې د تېلو يوه پمپ ته نږدې د يوې غرفې څنګ ته شوې ده.

ده زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، پېښه مرګ ژوبله نه لري، خو د پولیسو د پلټنې ډله سيمې ته رسېدلې ده ترڅو د چاودنې نوعيت معلوم کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.