سرپل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د سرپل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند – چې پر نشهيي توکو روږدی و – وژلی دی.
د سرپل د پولیسو ویاند دینمحمد نظري وايي، تېره ورځ د سانچارک ولسوالۍ په اوقاف کلي کې یوې مېرمنې پر نشهيي توکو روږدی خپل خاوند وژلی دی.
هغه ویلي چې یاده ښځه د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «د پولیسو پلټنې ښیي چې د وژنې انګېزه کورنۍ ستونزې او پر نشهیي توکو د مقتول روږديتوب دی او قاتله ښځه د پولیسو له خوا نیول شوې ده.»
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن