ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واورې، سړې هوا او توپان له امله په امریکا کې ۳۱ تنه مړه او زرګونه الوتنې لغوه شوې

د واورې، سړې هوا او توپان له امله په امریکا کې ۳۱ تنه مړه او زرګونه الوتنې لغوه شوې

author avatar
26 Dec 2022 - 08:29
د واورې، سړې هوا او توپان له امله په امریکا کې ۳۱ تنه مړه او زرګونه الوتنې لغوه شوې
author avatar
26 Dec 2022 - 08:29

اټلانټا (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د امریکا په یو شمېر سیمو کې د سختې واورې او توپان له امله لسګونه کسان مړه شوي ، زرګونه الوتنې لغوه شوې او لسګونه میلیونه خلک زیانمن شوي دي.

دا په داسې کې ده چې په امریکا کې د کرسمس رخصتۍ نمانځل کېږي، خو خلک په کورونو کې بند پاتې شوي او په ډیرو سیمو کې پر ګرځېدو بندېز لګول شوی دی.

ځایي چارواکو ویلي چې تر اوسه د سړې هوا له کبله ۳۱ تنه وژل شوي خو ښایي د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي ځکه چې د بېړنیو حالاتو مامورین لا هم په ځینو ځایونو کې د مړو شویو کسانو پسې ګرځي.

د نیویارک ایالت د بفالو په ښار کې ۲.۴ متره واوره وریدلې او په ټول ښار کې تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی. په دې ښار کې دومره ډیره واوره وریدلې چې د اضطراري چارو کار کوونکي نشي کولی هغو سیمو ته ورشي چې خلک پکې ډیر زیانمن شوي.

د نیویارک والۍ کیتي هاچل چې پخپله هم د بفالو د ښار اصلي اوسیدونکې ده ، وایي په دې ښار کې وضعیت داسې ده لکه د جګړې سیمه چې وي.

پد هغې په وینا، په دې ښار کې برښنا نشته او د خلکو د ژوندانه چارې یې ډیرې سختې کړي.

میرمن هاچل یکشنبه د شپې ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې لا هم پدې ښار کې وضعیت دومره خطرناک دی چې د مرګ سبب کیدی شي او د ښار ټولو اوسیدونکو ته یې خبردرای ورکړی چې د خپلو کورونو څخه بهر نشي.

د متحده ایالاتو د ختیځ ساحل په ډیری ایالتونو کې څه باندې ۲۰۰ زره خلک په داسې حال کې برښنا نه لري چې امریکا کې د کرسمس ورځ لمانځل کیږي.

د متحده ایالاتو په تقریباً ۴۸ ایالتونو کې هوا سړه ده او یخ باد پکې لګیږي. د الوتکو زرګونه پروازونه هم لغوه شوي.

د راپورونو له مخې، په امریکا او کاناډا کې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه خلک له سړې هوا څخه زیانمن شوي دي.

Views: 368

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.