کندهار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د راکټ د يوې زړې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ له يوه ماشوم ژوند واخيست او درې نور يې ټپيان کړل.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته شاوخوا دوې بجې څلورو ماشومانو د دغه ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په جوی لاهور کلي کې د راکټ پر یوه پخوانۍ ناچاوده سرګلولې لوبې کولې چې ورباندې وچادېده.
هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله درې ماشومان ژوبل شوي او څلورم ماشوم په روغتون کې ساه ورکړې ده.
دغه راز د ارغنداب ولسوالۍ مرستیال مولوي عباس وایي، دغه څلور ماشومان چې په ناچاوده سرګلوله یې لوبې کولې د یوې کورنۍ غړي دي.
دی وايي، هغه ماشوم چې په دې چاودنه کې يې ژوند له لاسه ورکړی، شاوخوا شپږ کلن و.
له دې وړاندې هم د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ او ځینو نورو سېمو کې چاودېدونکو توکو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ارغنداب کې وروستۍ ورته پېښه د روان کال د چنګاښ پر ۱۱ مه رامنځته شوې وه.
په دغې پېښه کې د یوې ناچاوده سرګلولې د چاودنې له امله یو شپون ژوند بايللی و او لس پسونه یې هم له منځه تللي وو
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن