ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فایق افغانستان کې د سفارتونو بېرته پرانیستلو په اړه د پوټزل وروستۍ څرګندونې «خواشینوونکې» وبللې

فایق افغانستان کې د سفارتونو بېرته پرانیستلو په اړه د پوټزل وروستۍ څرګندونې «خواشینوونکې» وبللې

author avatar
27 Dec 2022 - 17:49
فایق افغانستان کې د سفارتونو بېرته پرانیستلو په اړه د پوټزل وروستۍ څرګندونې «خواشینوونکې» وبللې
author avatar
27 Dec 2022 - 17:49

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر مرستیال له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې په دغه هېواد کې خپل سفارتونه پرانیزي؛ خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي چې د هغه دا څرګندونې «خواشینوونکې» دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر مرستیال مارکس‌ پوټزل د مرغومي په ۴مه له المانۍ رسنۍ (RND) سره په مرکه کې ویلي، که غربي هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي، نو دوی به وکولای شي چې د افغانستان وضعیت ښه وارزوي.

د ای‌نیوز د راپور له مخې چې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) خپور شو، د ملګرو ملتونو یاد چارواکي ویلي، دا باید هېر نه شي چې غربي هېوادونه هم په افغانستان کې خپلې ګټې لري.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې غربي هېوادونه يو باثباته افغانستان ته لېواله دي، زياته کړې یې ده چې د سفارتونو بېرته پرانيستل باید د افغانستان د سرپرست حکومت په رسميت پېژندلو سره تړلي نه وي.

هغه په دې راپور کې ویلي، داعش د افغانستان، سیمې او د نړۍ نورو هېوادونو د امنیت لپاره ګډ ګواښ دی، نو په افغانستان کې د هېوادونو فعال ډیپلوماټیک شتون به له دې ډلې سره مبارزه لا زیاته اغېزناکه کړي.

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیراحمد فایق د مارکس‌ پوتزل څرګندونو ته په غبرګون  کې ویلي چې د هغه دا څرګندونې «خواشینوونکې» دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي په یوه ټویټ کې لیکلي: «د پوټزل څرګندونې خواشینوونکې دي، په ډاډ سره وایم چې دا د هغه شخصي نظرونه دي نه د ملګرو ملتونو.»

د یوناما مرستیال مارکس‎ پوتزل په خپله مرکه کې زیاته کړې وه چې د افغان حکومت په رسمیت نه پېژندلو موضوع د یادو ‎هېوادونو د سفارتونو نه پرانیستلو لپاره پله نه شي جوړېدای.

هغه ويلي: «زما غوښتنه دا ده چې لويديځ هېوادونه دې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانيزي، کله چې تاسو دلته ياست، کولای شئ وضعیت ښه وارزوئ. له دوحې او برلین څخه د دغه کار کول ستونزمن دی، المان او نور غربي هېوادونه په افغانستان کې ګټې لري، ‎دا باید هېرې نه شي.»

بلخوا، پوتزل څرګنده کړې چې که افغان حکومت له نړۍوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل هم ونه کړي، په افغانستان کې د هېوادونو سفارتونه او سیاسي استازولۍ باید فعالې وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د هېوادونو د سفارتونو او ډیپلوماتیکو استازولیو بېرته پرانیستل د افغانستان د سرپرست حکومت مخکنۍ غوښتنه ده چې څو ځلې د حکومت د چارواکو په تېره بیا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له لوري پرې ټینګار شوی دی.

باید وویل شي چې تېر ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ٢٤مه، د مخکني حکومت له پرځېدو او د «اسلامي امارت» له بيا ځلې واکمنېدو سره، لوېديځو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او کارکوونکي يې وایستل.

د يادونې ده، تر اوسه هیڅ هېواد د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت نه دى پېژندلى، خو په افغانستان کې د يو شمېر هېوادونو سفارتونه فعال دي او له بلې خوا سرپرست حکومت هم په ځینو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، روسیه او چین کې سياسي استازولۍ لري.

Views: 246

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.