کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان د رېلپټلۍ اداره وايي، په تېره لېندۍ میاشت کې د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۴۷۳ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۷ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.
یادې ادارې رسنیو ته په استول شوو معلوماتو کې ویلي چې د تېرې لېندۍ میاشتې له لومړۍ څخه تر پایه پورې د هېواد رېلپټلۍ له لارې په ټوله کې ۴۸۱ زره او ۲۱۸ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د حیرتان رېلپټلۍ له لارې ۳۵۰ زره او ۴۴۹ ټنه، د اقینې رېلپټلۍ له لارې ۱۷ زره او ۹۸۵ ټنه او د تورغونډۍ رېلپټلۍ له لارې ۱۰۵ زره او ۳۱۰ ټنه توکي چې ټولیز وزن یې ۴۷۳ زره او ۷۴۴ مټریک ټنه کېږي هېواد ته وارد شوي دي.
یاده اداره وايي، دغهراز په همدې میاشت کې ۷ زره او ۴۷۴ ټنه توکي له همدغو لارو بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او ټالک پوډر دي.
د رېلپټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په وارد شوو توکو کې غنم، اوړه، حبوبات، تېل، اوبلن ګاز، غوړي او نور شامل دي چې له قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین څخه وارد شوي دي.
د نوموړي په وينا، په صادر شوو توکو کې ټالک پوډر او وچه مېوه (مميز، بادام، پسته، جلغوري او کښته) شامل دي چې روسیې، قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان ته صادر شوي دي.
د رېلپټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
یادې ادارې د تلې په ۲۱مه خبر ورکړی و چې په تېرو ۶ میاشتو کې د رېلپټلۍ انتقالات او عواید ۲۲ سلنه ډېر شوي دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره لړم میاشت کې په ټوله کې ۴۹۹ زره او ۹۸۹ مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او ۲ زره او ۵۰ ټنه توکي بهر ته صادر شوي شوي وو.
Views: 124
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن