کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لا هم په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له بنده نه دي ازاد شوي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان سفارت نن (د مرغومی ۸مه) په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي دي: «په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت او افغان جنرل قونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لا هم په پاکستان، په ځانګړې ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له زندانونو څخه نه دي خوشې شوي.»
سرچينې بیا هم پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې په یاد هېواد کې د مېشتو او مسافرو افغانانو، په تېره بیا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداني کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده.
سرچینه وایي، دا کار د دواړو ورونو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نه لري او په کار ده چې دغه شته بندیان ژر تر ژره خوشې او دا لړۍ پای ته ورسېږي.
خو سفارت دا نه دي ویلي چې د پاکستان په زندانونو کې څومره افغانان لا هم بنديان دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت د تېرې ليندۍ مياشتې په ۲۷ مه ویلي و چې په درېېو میاشتو کې په پاکستان کې له ۲۰۰۰ افغان بندیانو ۵۰۰ یې خوشې شوي او پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی وو چې تر درېیو اونیو به د افغان کډوالو نیول کېدو په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي، خو تراوسه دا ستونزه نه ده حل شوې.
Views: 145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن