Language

په لغمان، کابل او میدان وردګو کې له بېوزله کورنیو سره مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): په لغمان کې له ۷۲ بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته، ميدان وردګو کې د مچيو له ۳۷ روزونکو سره د وسایلو او د کابل خاکجبار کې له ۵۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د لغمان د کډوالو چارو رییس مولوي غلام‌الرحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ(UNCHR)  په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې له ۷۲ بې‌وزله کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

بلال زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۸۰۰ امریکايی ډالر ورکړل شول.

بلخوا، د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ یې د امریکا نړۍوال پرمختیایي پرواګرام (USAID) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په کچه د مچیو ۳۷ روزونکو ته د یوې ورځې لپاره مسلکي روزنه ورکړې او اړوند وسایل یې پرې وېشلي دي.

سرچینه وایي چې د مچیو یادو روزونکو هر یوه ته د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت وسایل ورکړل شوي دي.

دغه راز د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې له ۵۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو او البسې مرسته وشوه.

د خاکجبار د خیریه بنسټ استازي بلال شينواري پژواک اژانس ته وویل چې دغه مرسته له هېواد بهر او دننه د خاکجبار ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي امکاناتو برابره شوې او هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، يوه بورۍ وريجې، يوه بوشکه غوړي، نيم من مۍ او ژمنۍ ګرمه البسه ورکړل شوه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.